غزني ښار (پژواک، ١١ سلواغه ٩٧): د غزني- کندهار لويې لار مسافر وايي چې د دې لارې په اوږدو کې څو ځايه طالبان ولاړ وي، موټر تلاشي کوي او که پر چا شکمن شول نو له ځان سره يې بيايي.
دغه راز د غزني چارواکي هم دا مني چې په دې وروستيو کې د يادې لارې امنيتي وضعيت خراب شوى دى، بل لور ته طالبان هم تاييدوي چې د غزني- کندهار پر لويه لار طالبانو تلاشي پيل کړې ده.
د دې لارې يوه مسافر ويس احمد د سلواغې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غزني- کندهار پر لويه لار د امنيتي ځواکونو پوستې نه ليدل کېږي.
هغه وايي: ((امنيتي پوستې نشته دي، طالبان په بې غمه زړه خلک تلاشي کوي، دې کار خلکو ته وېره پيدا کړې، ډېر وخت خلک زړه نه ښه کوي چې پر دې لار تګ راتګ وکړي.))
د همدې لارې يوه موټر چلوونکي نورالرحمن پژواک ته وويل چې هره ورځ پر دې لاره طالبان ولاړ وي، خلک او موټر تلاشي کوي.
د نوموړي په وينا، کله چې وسله والو طالبانو پر غزني ښار ډله ييز بريد وکړ له هغه وروسته د لويو لارو پوستې ټولې شوې او تر اوسه بېرته نه دي فعاله شوي.
ده زياته کړه: ((خلک ډارېدلي، د پخوا په شان اوس په دې لاره څوک تګ راتګ نه کوي.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له اړوندو چارواکو يې د يادې ستونزې د حل لپاره غوښتنه وکړه.
په دې اړه د غزني والي وحيدالله کليمزي پژواک ته وويل چې د يادې لارې په اوږدو کې ستونزې شته دي، په دې اړه يې له مرکز سره خبرې کړې، ډېر ژر به اقدام هم وشي.
دى هم وايي: ((کله چې پر غزني بريد وشو، د لويو لارو ځينې پوستې ټولې شوې چې تر اوسه بېرته نه دې فعالې شوې، خو ډېر ژر به دغه کار وشي.))
بل لور ته وسله وال طالبان هم ياده موضوع تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د غزني- کندهار د لويې لار په ځينو سيمو طالبان تلاشي کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP