Language

امریکا او بریتانیا پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار وکړ

کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۷) د بریتانیا د ملي امنیت سلاکار او امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد  د افغان سولې لپاره پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار وکړ.   
زلمي خلیلزاد دغه څرګندونې په لندن کې د افغانستان په اړه د تماس نړیوال ګروپ په غونډه کې تر ګډون وروسته په ټویټر کې کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې په دې غونډه کې د افغانستان سوله، امنیت، ټاکنې پر اقتصادي پرمختګونو بحثونه وشول او خبرې وشوې.

خلیلزاده وایي : (( زه د افغانستان او خلکو لپاره یې د ښې راتلونکي لپاره هیله مند یم.))

نوموړي په یوه بل ټویټ کې لیکلي، چې د یادې  غونډې په څنډه کې یې د بریتانیا د ملي امنیت سلاکار مارک سیډویل سره هم پر افغان سولې خبرې کړې.

سیډویل تر دې مخې په افغانستان کې د بریتان د سفیر او د ناټو د ملکي استازي په توګه دندې ترسره کړې دي.

د هغه په وینا، سیډول د افغان سولې په تړاو له روانو هڅو ملاتړ وکړ او دواړو لوریو پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار وکړ.

په لندن کې د نړیوال تماس ګروپ په غونډه کې د افغانستان د سولې عالي شورا ددار الانشاء رییس او د ولسمشر ځآنګړی استازی عمر داوودزي، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ادریس زمان او د یو شمیر نورو هیوادونو استازو برخه اخیستې ده.

 

login or register a new account.

Related Topics