ښرنه (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٧) : په پکتيکا ولايت کې د ملی اردو په چوکاټ کې سيمه ييزې اردو چې شمېر يې ۶۴۰ سرتېرو ته رسېږي د مرکز په ګډون پنځو ولسواليو کې په فعاليت پيل وکړ.
پکتيکا ولايت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو پلې لوا قوماندان جنرال رحم دل حيدرزي د سلواغې په ١٣مه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پکتيکا ولايت دمرکز په ګډون په پنځو ولسواليو کې پنځه ټولي سيمه ييزه اردو يې پر دندو وګومارله.
هغه زياته کړه، هر ټولى به ۱۲۸ سرتېري ولري، چې مسووليت يې تر خپلو کليو پورې محدود دى، هغوى ښه روزنه ليدلې، د ملی اردو د سرتېرو په څېر به مجهز امکانات ولري چې پر مټ به يې امنيت هم خوندي شي.
په پکتيکا کې دسيمه ييزې اردو قوماندان نصيب اورګوني پژواک ته وويل چې دوى له يو لړ پوځي زده کړو او قانوني پړاونو وروسته پر دندو ګومارل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، دوی به يوازې دخپلو سيمو امنيت ساتي، په هغه ځای کې به سنګر جوړوي، چې د ګواښ درجه په کې کمه وي او د يوې سيمې اردو بلې سيمې ته نه انتقالېږي.
د اکبر شاه په نامه يوه سرتېري پژواک ته وويل چې له يوې خوا دوی ته دکار فرصت په لاس ورغلی او بل لور ته به وکولی شي چې د خپل کلي او کور امنيت په خپله وساتي.
هغه له نورو ځوانانو څخه هم غوښتنه وکړه چې په سيمه ييزه اردو کې دې داخل شي.
د يادونې ده چې په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم سمه ييزې اردو فعاليت پيل کړى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP