کندوز ښار (پژواک، ۱۴ سلواغه ۹۷) : د کندوز والي عبدالجبار نعیمي وایي، چې تر راتلونکو دوه اونیو به قیلون خاني او قمار خانې وتړل شي
د ولایت مقام لخوا د سلواغې په ۱۴مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې والي دغه څرګندونې نن د ولایت په اداري مجلس کې وکړې.
نعیمی ادارې جلسې ته د وینا پرمهال په ښار کې د فساد، نشه يې توکیو، قمار خانو او قیلون خان د بندیز امر وکړ ، د امنیه قوماندانۍ او ملي امنیت مسؤلینو او اړوند ادارو ته يې لارښوونه وکړه چې تر راتلونکو دوه اونیو د کندوز له ښار د فساد د دغو مرکزونو ټغر ټول کړي.
نوموړي دغه راز وویل، ټول هغو ځایونه ، دوکانونه او هوټلونه بند کړي چیري چې قیلون خانې او قمار خانې وجود لري، او هم دې د نشه يې توکیو له کاروباریانو سره يې قانوني چلند وکړي.
دا ګام په داسې حال کې پورته کیږي چې په پرلپسې توګه د کندوز دمرکز او شا واخو سیمو خلک په ښار کې د فساد خوریدو ددغو سرچینو دتړلو غوښتونکي شول.
په خبرپاڼه کې راغلي، دولایت رهبري د خلکو دپرلپسې غوښتنو پراساس دغه ګام پورته کړ،چې له مخې به ي ېې تر راتلونکو دوه اونیو په کندوز ښار کې ټولې قیلون خانې، قمار خانې او دنشه يې توکیو دپير او پلور ځایونه وتړل شي.
ویل کیږي چې ډیر وخت په کندوز ښار کې جنايي پېښې د نشه يې خلکو لخوا چې په قمار خانو او قیلون خانو کې يې نشه کړي وي ترسره کیږي، چې د فساد د دغو مرکزونو په تړلو سره به د عامه نظم ، په تامین، د فساد خوریدو په مخنیوي،د نشه يې توکیو څخه دځوان نسل ساتنې په برخو کې اغیزمن مثبت تغیرات راشي.