پلخمري (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٧): د بغلان ولایت په اتو ولسوالیو کې له اته زرو ډېرو بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستو لړۍ پیل شوه.
د بغلان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ريیس انجنیر اول خان احمدزي د سلواغې په ۱۵مه خنجان ولسوالۍ کې د خوراکي توکو د وېش پرمهال وویل، یاد خوراکي توکي د خوراک نړیوال سازمان (WFP) له خوا چمتو شوي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له خوا پر وچکالۍ ځپلو او بېوزلو کورنیو وېشل کېږي.
ده زياته کړه، په دې خوراکي توکو کې غوړي، مالګه، اوړه، دال نخود او د ماشومانو د تغذيې ځانګړى خوراک شامل دي چې په اتو ولسوالیو کې يې د وېش لړۍ نن پیل شوه.
د هغه په وينا، یاد خوراکي توکي به په راتلونکو درېیو میاشتو کې د خنجان، دوشي، بنو، ده صلاح، نهرین، جلګه او مرکزي بغلان ولسوالیو پر۸۶۴۰ اړمنو کورنیو ووېشل شي.
د دوشي ولسوالۍ اوسېدونکی محمد اصغر د خوراکي توکو پر ترلاسه کولو خوښي ښيي او زیاتوي چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی او ترلاسه کړي خوراکي توکي به یې تر یو وخته بسنه وکړي.
د ده صلاح ولسوال فیض محمد امیري په دغې ولسوالۍ کې د وېش د روڼتیا ډاډ ورکوي او وايي چې د قومي مشرانو او سیمه ییزو شوراګانو په مشوره د ۸۳۰ اړمنو کورنیو لېست برابر شوی چې له مخې به یې هرې کورنۍ ته خپل حق وسپاري.
login or register a new account.