ښرنه (پژواک ١٧ سلواغه ٩٧): د پکتيکا په سروبی ولسوالۍ کې د يوه ماشوم د پيدا کېدو د خوښۍ په ډزو درې تنه وژل شوي او دری نور ژوبل شوي دي.
د دې ولسوالۍ د زامي د کلي يوې سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د زامي کلي د يوه اوسېدونکي زوی پيدا شوی و، چې کليوالو يې د خوښۍ ډزې کولې، چې له امله يې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اپپوښتې ده.
سرچينه کاږي، د ډزو پرمهال د ټوپک شپېلۍ د خلکو لور ته اوښتې، چې پرمهال يې د يوه ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي او د يوه ماشوم په ګډون درې نور ژوبل شوي دي.
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شامحمود ارين پژواک ته وويل، د سروبي ولسوالۍ د زامي په کلي کې د يوه د پيداپښت د خوشحالۍ په ډزو کې درې تنه وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
د پکتيکا په ډېری سيمو کې د ودونو او نورو خوښيو کې خلک د خوشحالۍ ډزې کوي، چې وخت ناوخته مرګ ژوبله هم رامنځ ته کوي
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP