Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو لوګر کې درې طالبان نیولي

کابل (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٧): د ملي امنيت رياست چارواکي وايي چې د لوګر په مرکز کې د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې درې طالبان نيول شوي دي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د سلواغې په ٢٨مه د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.

په اعلاميه کې راغلي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د لوګر په مرکز پل علم کې عمليات کړي دي.

سرچينه وايي چې په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو د سيف الجهاد ډلې درې غړي نيول شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په نيول شوو کې د صديق الله، مطيع الله او خوشحال په نومونو کسان شامل دي.

سرچينه زياتوي چې يادو کسانو د سيف الجهاد ډلې له مشر نجيب الله څخه په پل علم ښار کې د دولتي مامورينو د ترورو دستور ترلاسه کړى و چې موخې ته له رسېدو مخکې ونيول شول.

خبرپاڼه کې راغلي چې له نيول شوو کسانو څخه يو ميل کلاشينکوف، پنځه شاجورونه او ١٥٠ مرمۍ ترلاسه شوې دي.

بلخوا وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.