Language

چارواکي د غزني په قره باغ کې د اتو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

غزني ښار (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٧): د غزني چارواکي وايي چې په قره باغ ولسوالۍ کې هوايي بريد کې اته وسله وال طالبان وژل شوي، خو طالبان وايي چې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د سلواغې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو تېره شپه د قره باغ ولسوالۍ په کمالخېلو سيمه کې هوايي بريدونه کړی دی.

د نوري په وينا، په دغو بريدونو کې د طالبانو د يوه نظامي مسوول ملا سحر په ګډون اته کسان وژل شوي او دوه موټر يې له منځه تللي دي.

همدارنګه د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالباري پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو غوښتل له دې سيمې بلې ته ولاړ شي، چې بريد پرې وشو.

دى وايي: ((کله چې دوى له جوماته ووتل، شيان يې په موټر کې بار کړل او حرکت يې وکړ، په همدې وخت کې هوايي بريد پرې وشو او ټول ووژل شول.))

بل لورته طالبان هم دغه بريدونه تاييدوي.

خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې امريکايي ځواکونو په قره باغ ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر موټرو بريد کړی دی.

دى وايي چې په دې پېښه کې اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.

دغه راز د غزني د والي وياند دا هم وويل چې تېره شپه د مقر ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

ده وويل چې په دې نښته کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې يو پوليس هم وژل شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.