مزارشريف (پژواک، ۲۱سلواغه ۹۷): په مزارشريف ښار کې يو شمېر ځوانانو خلک ملي يووالي ته را وبلل او وايي چې د هېواد شته ستونزې پرته له دې نه شي حل کېدای.
دوی چې نن په مزارشريف ښار کې راټول شوي وو، وويل، په افغانستان کې هغه وخت ثبات راتلای شي چې مېشت قومونه يې يو بل ته د مرستې لاس ورکړي.
دوی پر سياسي ډلو هم نيوکه وکړه چې ګني ځوانان د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي چې په وينا يې دا کار به ډېرې ناوړه پايلې ولري.
د غونډې يوې سمبالوونکې اتيکې سادات علمدار پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هېواد روانې ستونزې پرته د افغانانو له يووالي نه شي حل کېدای.
هغه په هېواد کې د امنيت نه شتون هغه لويه ستونزه يادوي چې په وينا يې، د دوی ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی دی.
هغه له سياسي ډلو هم په جدي ډول غواړي چې ځوانان دې د خپلو شخصي ګټو لپاره نه کاروي.
مېرمن علمدار زياتوي: ((بدبختانه چې زموږ سياسي ډلې افغان ځوانان د خپلو شخصي موخو لپاره کاروي چې دا کار به ډېرې ناوړه پايلې ولري.))
آتيکه د افغانانو ترمنځ ناوړه دودونه او روانه جګړه نورې هغه ستونزې يادوي چې په خبره يې د افغان وګړو او هېواد د پرمختګ خنډ ګرځي.
بل ځوان سيد اسماعيل صالحي هم له پژواک سره په خبرو کې وايي چې په اوسنيو حالاتو کې د افغانانو يواځېنۍ اړتيا همغږي او ملي يووالی دی چې پرته له دې خپلو موخو ته رسېدل ناشونی دی.
login or register a new account.