Language

غزني کې د موټرو د ټکر له امله اووه کسان مړه شوي

غزني ښار (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٧): د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله اووه کسان مړه شوي دي.

د پېښې يوه عيني شاهد سميع الله د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې د قره باغ- غزني پر لويه لار يو سراچه له مازدا موټر سره ټکر وکړ.

ده وويل چې په دې پېښه کې ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر يې نه دی معلوم.

هغه زياته کړه: ((مرګ ژوبله د سراچې موټر کسانو ته اوښتې ده، دوى د قره باغ اوسېدونکي وو او غوښتل يې غزني ښار ته ولاړ شي.))

په دې اړه د غزني ولايتي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت پژواک ته وويل چې له يادې پېښې دوى ته اووه مړي انتقال شوي دي.

هغه زياته کړه چې په مړو کې دوه ماشومان دي.

د يادونې ده، ډېرى مهال دغه شان پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او يا هم د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.