Language

د کندوز ځیني خبریالان د معلوماتو ترلاسه کولو کې له حکومتي مسوولینو شکایت کوي

کندوز ښار (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٧): په کندوز کې ځيني خبريالان وايي، حکومتي مسوولين ورسره معلومات نه شريکوي چې له امله يې کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ دي.

په دې اړه په کندوز کې د ازادۍ راډيو خبريال اجمل ارين د سلواغې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د معلوماتو ترلاسه کول ستونزمن شوي او خبريالان نه شي کولاى پر وخت راپورونه جوړ کړي.

هغه زياته کړه: ((دلته مسوولين له خبريالانو سره معلومات او اطلاعات نه شريکوي، ډېرى وخت حکومتي چارواکي مرکې ته نه حاضرېږي چې دغه کار پر خبر او راپور جوړولو بدې اغېزې کړې دي.))

په ورته وخت کې د اورانوس ټلوېزيون رييس هدايت الله زيارمل پژواک ته وويل چې ټولې ادارې خو په ځانګړي ډول امنيه قومانداني د پېښو په اړه له خبريالانو سره هېڅ ډول معلومات نه شريکوي.

ده زياته کړه: ((که د قوماندانۍ خپله لاسته راوړنه وي، نو ډېر ژر يې خبرپاڼه هم چمتو کوي او خبريالانو ته ايمېل هم کوي، خو که چېرې کومه پېښه وشي نو په هېڅ صورت له خبريالانو سره معلومات نه شريکوي.))

زيارمل اندېښنه وښوده که چېرې دغه لړۍ دوام پيدا کړي نو خبريالان او رسنۍ به له ګڼو نورو ستونزو سره مخ شي.

دغه راز په کندوز کې د خبريالانو د مصئونيت کمېټې مسوول شهباز صابري هم پر سيمه ييزو چارواکو نيوکې وکړې چې له خبريالانو سره معلومات نه شريکوي.

صابري وايي: ((دا يوه لويه ستونزه ده چې بايد د حل لپاره يې اقدام وشي.))

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د کندوز مرستيال والي حشمت الله رحيمي پژواک ته وويل چې ډېر ژر به په دې اړه د سيمه ييزو چارواکو يوه غونډه جوړ شي.

دى زياتوي: ((دغه ستونزه شته او دغه يوه جدي ستونزه ده، خبريالان د ټولنې سترګې دي، بايد معلومات ورکړل شي.))

بل لور ته د کندوز د امنيې قوماندانۍ مسوولينو وويل چې د کورنيو چارو له وزارته يې مکتوب ترلاسه کړى چې له مخې يې نه شي کولاى له خبريالانو سره معلومات شريک کړي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له مخې، ټولې دولتي ادارې اړې دي چې له محرمو اسرارو پرته نور معلومات له رسنيو او خلکو سره شريک کړي.

login or register a new account.