Language

د اورګون بازار د ځینو دولتي ودانیو او هټیو کرایه او د صفايۍ پیسې د دفاع وزارت اخلي

ښرنه (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٧): د پکتيکا د اورګون ولسوالۍ ښاروال ادعا کوي چې د ځينو دولتي ودانيو د کرايې او صفايۍ اويا سلنه پيسې د ملي دفاع وزارت اړوند د تاسيساتو اداره ترلاسه کوي، خو دغه اداره بيا يادې څرګندونې ردوي.

په دې اړه د اورګون ښاروال نورعالم نوري د سلواغې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى د ښار پاکولو او انکشاف لپاره بودجه نه لري.

هغه وايي: ((په ټول ښار کې د اويا بابه دوکانونو کرايه او د صفايي پيسې موږ اخلو، د پاتې ١٥ سوه دوکانونو او مارکېټونو کرايه او د صفايۍ پيسې د ملي دفاع وزارت د تاسيساتو اداره ترلاسه کوي.))

نوموړى زياتوي، دغه اداره هر کال له دې برخې شل ميليونه پيسې ترلاسه کوي چې له امله يې دوى له ستونزو سره مخ دي.

ده زياته کړه: ((څو ځلې مو ورسره دا مسئله شريکه کړې خو هغوى وايي چې دغه د دوى ملکيت دى او تر اوسه حل شوې نه ده.))

نوموړي له حکومتي مشرانو غوښتنه وکړه چې هر څه ژر دغه ستونزه هواره کړي.

خو بل لور ته په اورګون کې د ملي دفاع وزارت د تاسيساتو ادارې مشر نصيب الله شاهين پژواک ته وويل چې دوى يواځې د خپلو ملکيتونو د کرايې پيسې ترلاسه کوي.

هغه زياته کړه: ((د صفايي پيسې دوى خپله ترلاسه کوي، په دوکان يې د دوى سند او ټکټ موجود دى، موږ د خپلو ملکيتونو د کرايې پيسې اخلو.))

شاهين وايي چې په ځينو سيمو کې دوى هڅه کوي څو د ملي دفاع وزارت اړوند ځمکې غصب نه شي.

همدارنګه د اورګون بازار يوه هټيوال نورالله پژواک ته وويل چې په ښار کې د صفايۍ تر څنګ د کاناليزاسيون سيستم هم سم نه دى.

ده وويل: ((کله چې باران وشي، په ښار کې اوبه ډنډ ولاړې وي، خلک په سلو مشکلاتو کې وي، د صفايي یې هم موږ څه خاص نه دي ليدلي.))

خو د پکتیکا د والي ویاند محمدالرحمن ایاز بیا وايي چې د اورګون ولسوالۍ لپاره ماسټر پلان نهايي شوی او په نږدې راتلونکي کې به یې کارونه پیل شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.