پلخمري (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٧): د سالنګ لویه لار یو ځل بیا د توند باد او واورو ورېدو له امله له نن ماښام راهیسې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د دې لارې د څار او ساتنې مسوول انجنیر عبدالبصیر حبیبي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ماښام له شپږو بجو راهيسې په شمالي سالنګ کې سخته واوره ووري چې تېز توفان هم ورسره مل دى چې له امله يې د ليد ساحه صفر ده او په همدې دليل يې د سالنګ لار تړلې ده.
ده زياته کړه، کاري ډلې د سالنګ دواړو خواوو ته په واورو کې بند مسافر خوندي سيمو ته لېږدوي چې تر واورې لاندې پاتې نه شي.
د هغه په وينا، همدا شېبه (د ماخوستن ٧:٣٠بجې) په سالنګ کې سخت توفان دى او تر هغه چې پر دغې لار د تلو امر نه وي شوى، له موټر چلوونکو غوښتنه کوي چې د سالنګ لور ته سفر ونه کړي.
دغه لار د تېرې جمعې په ورځ له پنځو ورځو بندښت وروسته د موټرو پر مخ خلاصه شوې وه.
login or register a new account.