پلخمري (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٧): په بغلان ولايت کې د افغان ملي کانګرس شورا غړو له اوسني نظام او د حکومت له کړنو ملاتړ اعلان کړ او د راتلونکي حکومت پر پياوړتيا يې ټینګار وکړ.
د افغانستان ملي کانګرس شورا غړو د سلواغې په ٢٧مه، د ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې د شته نظام او راتلونکي انتخابي حکومت د ملاتړ ترڅنګ د افغان حکومت وروستیو ۱۸ کلونو لاسته راوړنو پر خونديتوب ټينګار وکړ.
دغه راز د غونډې ګډونوالو د ملي یوالي حکومت د انکشافي پلانونو او د سولې په اړه د پيل شوو خبرو هم ننګه وکړه .
د دغې شوراغړي کاکا ګل پيکار وویل چې د افغانستان ملي کانګرس شورا د انتخابي حکومت ملاتړ په پار غواړي د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې له خلکو سره غونډې وکړي ترڅو خلک راتلونکي انتخابي حکومت ملاتړ ته وهڅوي.
هغه زياته کړه: ((موږ په افغانستان کې دیموکراسۍ ته ژمن یو او د ژمنتيا هدف مو د انتخابي حکومت پیاوړتیا او له مخې یې عدالت او فردي ازادي غوښتنه ده چې له انتخابي حکومت پرته ناشونې ده.))
د غونډې بل ګډونوال نورمحمد شینواري د سیاسي ګوندونو پر تېرو کړنو سختې نیوکې وکړې او زیاته يې کړه، د افغانستان سیاسي ګوندونو به د خپلې خاورې دوست او دښمن پېژندلى وي او اوس هم وخت دی چې له منفي سیاسته لاس واخلي.
login or register a new account.