Language

کندهار (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۷): د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ اړوند په منډیسار سیمه کې د ماین چاودنې دوه نارینه او یو ماشوم وژلي دي.

پېښه نن مازدیګر کندهار هوايي ډګر ته څېرمه شوې ده.

یوې باوري امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، چاودنه هغه مهال وشوه چې د یوه ماشوم په ګډون درېیو تنو په زرنج موټر سایکل کې چاودېدونکي توکی لېږدول.

سرچینه زیاتوي، په دې پېښه کې یو ماشوم او دوه نارینه وژل شوي دي.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي له دې پېښې ناخبري ښیي، خو په کندهار هوايي ډګر کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو سرچینې هم دا پېښه تاییدوي.

login or register a new account.