Language

د بلخ په چمتال کې د یوې امنیتي پوستې شپږ پولیس وژل شوي

مزارشريف (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۷): د بلخ امنيتي چارواکي تاييدوي چې د دغه ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد په پایله کې د عامه ساتنې قطعې شپږ سرتېري وژل شوي دي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د سلواغې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د چمتال ولسوالۍ په سر اسياب سيمه کې د ګاز پايپلاين پر امنيتي پوسته بريد کړی دی.

د هغه په خبره، په ياد بريد کې د قوماندان نجيب الله په ګډون ۶ پوليس وژل شوي دي.

د هغه په خبره چې له برید وروسته په رامنځته شوې دوه ساعته نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېرې په اړه يې څه ونه ويل.

د سيمې اوسېدونکي هم د جګړې پخلی کوي او وايي چې تېره شپه تر سهاره په ياده سيمه کې نښته روانه وه.

د سر اسياب سيمې اوسېدونکي غلام حيدر پژواک ته وويل چې يادې پوستې له شبرغان څخه مزار شريف ته د ګاز غځېدلې نللیکې د امنیت مسوولیت پر غاړه درلود.

د هغه په وينا، بېګاه د شپې جګړه پيل شوه چې تر سهاره يې دوام درلود.

د سيمې د دغه اوسېدونکي په خبره چې بريد کې د وژل شوو پوليسو شمېر زيات دی.

وسله والو طالبانو بيا د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې په دغه بريد کې يې د دوو قوماندانو په ګډون لس امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.