پل علم (پژواک، ٢ کب ۹۷): د لوګر ولايت د نا امنې څرخ ولسوالۍ اوسېدونکي له حکومته د پروژو غوښتنه کوي او وايي چې د امنیت د ټینګښت په برخه کې یې همکارۍ ته چمتو دي.
څرخ د مرکز پل علم سوېل ته په ٣٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې ډېرې سيمې یې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي او له لسو کلونو راهيسې په کې د پام وړ پرمختيايي پروژې نه دي پلې شوې.
د يادې ولسوالۍ قومي مشران نن د اعتراض په توګه د لوګر د ولايت مقام ته ورغلي وو او په دې اړه يې له والي سره ګډه غونډه وکړه.
په دې غونډه کې قومي مشر سيد حبيب الله وويل چې په څرخ ولسوالۍ کې د جګړو له امله کومه د پام وړ پروژه نه ده پلې شوې او خلک يې په سختو ستونزو کې دي.
هغه وايي: ((څو کاله وړاندې د ملي پيوستون له لوري څو واړه کارونه وشول، نور له هغه وروسته هېڅ کار هم نه دی شوى چې دا زموږ په حق کې لويه جفا ده.))
همدارنګه بل قومي مشر فضل الرحمن وويل چې د څرخ اوسېدونکي هم د نورو سيمو د خلکو په څېر د پروژو پلي کېدو ته اړتيا لري.
ده ټينګار وکړ چې راتلونکی کال بايد د څرخ ولسوالۍ لپاره د پام وړ پروژې په پلان کې ونيول شي، څو يو شمېر ځوانانو ته يې د کار زمينه هم برابره شي.
ده زياته کړه: ((موږ د معارف، صحت، عامه خدماتو او نورو برخو کې پروژو ته ضرورت لرو، زموږ خلک سخت په مشکل کې دي.))
يو شمېر نورو قومي مشرانو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې حکومت دې نور امنيتي ستونزې نه بهانه کوي، د څرخ خلک چمتو دي چې د پروژو پلې کېدو په موخه له حکومت سره د امنيت په ټينګښت کې جدي همکاري وکړي.
د اړوندې موضوع په اړه د لوګر ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل وويل چې په تېرو څو کلونو کې د امنيتي ستونزو له امله د څرخ ولسوالۍ لپاره هېڅ کار نه دى شوى.
ده زياته کړه: ((اوس چې خلک حاضر شوي او د امنيت په برخه کې همکاري کوي، دا ډيره ښه خبره ده، نو حکومت بايد بې له ځنډه په دغې ولسوالۍ کې پروژې عملي کړي.))
په ياده غونډه کې د لوګر والي محمد انورخان اسحاقزي وويل چې له دې وروسته به د څرخ ولسوالۍ پرمختيايي چارو ته اړينه پاملرنه کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP