Language

د کمېشنرانو معرفي کولو لپاره د مدني ټولنې غړو وروستی لېست حکومت ته سپارل شوی

کابل (پژواک، ۳ کب ۹۷): د ټاکنیزو کمېشنرانو معرفي کولو لپاره د مدني ټولنې غړو له ډلې یو ۱۵ کسیز لېست حکومت ته سپارل شوی دی.

په دغه لېست کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، پوهنوال نظري،  صغرا سادات، ذبیح بارکزی، مولانا محمد عبدالله، مقدسه اتلواله، حبیب الرحمن ننګ، بصیر عادل، دین محمد شکېب، گل احمد مددزی، پلوشه فضلي، محمد شعیب شهیر، عبدالله احمدي، خالد اوریا، فریده نېکزاد او رحیمه ظریفي شامل دي.

په دې حال کې د ټاکنیزو ناظرو بنسټونو اتحاد غړي خلیل رووفي د دغه لېست د تایید تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه لېست چې د مدني ټولنې ۱۵ غړي په کې شامل دي، ترتیب او د حکومت د رسنیو مرکز ته سپارل شوی دی.

هغه وايي چې د معرفي شوو غړو اسناد د حکومت د رسنیو مرکز له خوا له څېړنې او بشپړېدو وروسته جمهوري ریاست ته تسلیمېږي.

د یادونې ده، څو ورځې مخکې ولسمشر غني د یوه فرمان له لارې د ټاکنیزو کمېسیونونو ټول غړي له دندو ګوښه کړل.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.