Language

پکتیکا کې د ډېرې واورې له امله د لارو بندېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي

ښرنه (پژواک، ٣ کب ٩٧): په پکتيکا کې د واورې د پرله پسې ورېدو له امله د دغه ولایت د ځینو ولسواليو لويې لارې له مرکز ښرنې سره تړل شوي چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د پکتيکا د ګومل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سيد انور خان د کب په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ د پرله پسې ورښتونو له امله د کليو او بانډو لارو په ګډون لويې لارې هم تړل شوې دي.

ده زياته کړه: ((د ګومل او برمل دواړو ولسواليو لويې لارې واورو بندې کړې، خلک په مشکل کې دي، ځکه دلته سم روغتيايي مرکزونه نشته چې خلک خپل مريضان ورته يوسي نو مجبور دي ښرنې ته ولاړ شي.))

دغه راز د وړممۍ ولسوالۍ اوسېدونکي سيد اکبر پژواک ته وويل چې د تېرې شپې د سختو ورښتونو له امله د دې ولسوالۍ لويه لار هم تړل شوې ده.

ده نيوکه وکړه چې د وړممۍ په ګډون حکومت د هغو ولسواليو لويې لارې نه پاکوي چې امنيتي حالات يې ښه نه دي.

په ورته وخت کې په مرکز ښرنه کې مدني فعال عالم خان پژواک ته وويل چې د ګومل، برمل، نکې، زېړوک او يو شمېر نورو ولسواليو لويې لارې د واورې ورېدو له امله بندې شوې دي.

يادو کسانو ټينګار وکړ چې حکومت بايد هر څه ژر د دغو لارو د خلاصېدو لپاره اقدم وکړي؛ ځکه چې  اوسېدونکي يې له ستونزو سره مخ دي.

په دې اړه د پکتيکا د والي وياند محمد الرحمن اياز پژواک ته وويل چې د فوايد عامې رياست د واورو پاکولو ټيمونه ټولو سيمو ته رسېدلي دي.

ده ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به يادې لارې بېرته د خلکو او ترافيکو پر مخ پرانيستل شي.

د يادونې ده، سږ کال د کابل په ګډون په ډېرو ولايتونو کې د وارو ورېدو له امله يو شمېر لويې او کوچنۍ لارې تړل شوې دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.