ګردېز(پژواک، ٤ کب ٩٧): په سوېل ختيځ زون کې د بار وړونکو موټرو چلوونکو او اتحاديو ورڅخه دغير قانوني پيسو اخيستو او کم تناژ د ټاکل کېدو له امله کاري اعتصاب وکړ.
دوی ادعا کوي چې د فوايد عامې وزارت اړوند تلې، د ماليې وزارت د ټکسونو په نوم او د کورنيو چارو وزارت اړوند د ښارونو په څلورو دروازو او ترافيکو له خوا ترې څو څو ځايه غير قانوني پيسې اخيستل کيږي.
د سوېل ختيځ زون د بار وړونکو موټر د اتحاديې مشر حاجي عبدالستار ځاځى نيوکه کوي چې له موټروڅخه څو ځايه غير قانوني پيسې اخيستل کيږي، خو په تله کې د فساد له امله بيا هم هغو زيات وزن لرونکو موټرو ته اجازه ورکول کيږي، چې پيسې ورکوي.
ځاځي وويل چې د همدې فساد له امله د ګردېز ــ پټان او نور سړکونه هم ويجاړ شوي او زياته يې کړه: ((په ترازو کې له هر موټر نه شپږ زره، اووه زره او اته زره افغانۍ اخلي نو دا اضافي وزن چې ډرېوران مجبور شوي بار يې کړي، وجه يې دا ده چې هغوى له دوی څخه په يو او بل نوم پيسې اخلي.))
د روشن په نوم په پکتيا کې د يوې بلې اتحاديې مشر حاجي شانک وايي چې د ټکسونو په نوم ترې اضافه پيسې اخيستل کيږي، خو په بدل کې يې پارچه نه ورکول کيږي.
شانک وويل:((زموږ مشکل له تلې او ترانسپورټ وزارت سره ده، ټکس درې سوه يا څلور سوه افغانۍ ده، خو له هر موټروان څخه يو نيم زر، دوه زره تر درې زره افغانۍ پورې اخلي، بل له ترافيکو رياست سره لوی مشکل دی، ټکس يو شی وي، دوی بل شی پيسې اخلي.))
د باروړونکي موټر يو چلوونکی خواجه نعمت الله هم ورته ستونزه يادوي او وايي چې له پکتيا سربېره د کابل او نورو ولايتونو په دروازو کې ترې زياتې پيسې اخيستل کيږي.
نوموړي پژواک ته وويل:((د کابل په څلورو دروازو کې ترازو ده، هغوی او نور په هر ولايت کې راڅخه غير قانوني اخاذي کوي. وايي يا موټر دوولس ټنه بار کړئ او يا موږ ته پيسې راکړئ، چې هر څومره يې باروئ، زموږ کار نشته، سړک دې همدا نن خراب شي.))
دوی وايي، تر هغه به خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکړي، څو يې ياده ستونزه حل شوې نه وي.
د پکتيا د صنعت او سوداګرۍ خونې مشر عبدالنصير عالم يار هم د سوداګرو او بار وړونکو موټرو چلوونکو ستونزې مني او وايي چې په دې برخه کې يوه لويه ستونزه دفوايد عامې رياست اړوند د تلې ده چې د ډنډپټان سرحدي ولسوالۍ پر ځای په ګردېز کې لګېدلې، چې په خبره يې دې چارې هم فساد ته لاره هواره کړې ده.
عالم يار د دې ستونزې پر ژر حل ټينګار کوي او وايي له دې کاري اعتصاب سره په بازار کې د خوراکي او غير خوراکي توکو بيې لوړيږي.
نوموړی زياتوي چې د دې ستونزې د حل لپاره بايد د اړوندو ادارو په ګډون يوه ګډه کاري کمېټه وټاکل شي.
login or register a new account.