پل علم (پژواک، ۴ کب ۹۷): د روغتيا نړيوال سازمان له خوا لوګر کې له دوو روغتونونو سره د طبي وسايلو مرستې وشوې چې ورسره به تر ډېره د ناروغانو ستونزې هوارې شي.
په لوګر کې د افغان کورنیو د پاملرنې (CAF) موسسې ولایتي مسوول ډاکټر عاشق الله مجیدي د کب په څلورمه پژواک خبری اژانس ته وویل چې دغه مرستې د نړیوال روغتیایي سازمان (WHO) له لوري د نايب امین الله خان سل بستریز ولایتي روغتون او په بره کې برک ولسوالۍ کې د بره کي راجان له ۶۲ بستریز روغتون سره شوې دي.
ده زياته کړه، ولایتي روغتون ته د ۶۹ زره ډالرو په ارزښت د ایکسرې ډیجیټل ماشین، د التراساونډ ماشین، د انستیزي ماشین او څو نور طبي وسايل ورکړل شوي دي.
د هغه په وينا، د بره کي راجان له روغتون سره د ۲۵ زره ډالرو په ارزښت د مړو د ساتنې لپاره یخچال، آی سي جي ماشین، د شاک او اناستیزي ماشینونو ترڅنګ ځينې نور وسايل هم ورکړل شول.
د ولایتي روغتون د مسوولینو د معلوماتو له مخې، وړاندې تردې یې د اُرتوپیډي او نري رنځ ناروغيو د ښه تشخیص په موخه ناروغانو ته سپارښتنه کوله؛ ترڅو په ازاد بازار کې ډیجيټلي رنګه اېکسرې وکړي، خو له دغو وسايلو سره تر ډېره دغه ستونزه هواره شوه.
د یاد روغتون یوه مسوول محمد صدیق ستانکزی، مرسته شوي وسايل د ولایتي روغتون لپاره ستره لاسته راوړنه بولي او زیاتوي چې د دغو وسايلو له لارې به خلکو ته ښه روغتيايي خدمات وړاندې کړي.
په لوګر کې له روغتونونو سره داسې مهال د روغتیایي وسايلو مرستې ترسره کېږي چې خلک په دغه ولايت کې له روغتيايي خدمتونو څخه خوښ نه دي.
د پل علم اوسېدونکي عابد پژواک ته وويل چې په دولتي روغتونونو کې د خلکو درملنه په سمه توګه نه کېږي.
دى وايي: ((وبه ګورو چې له دې نويو ماشينونو سره څومره خلکو ته ښه خدمات وړاندې کوي.))
د لوګر د روغتيايي چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولايت کې ٥٥ روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP