کندهار (پژواک، ۴ کب ۹۷): په کندهار ښار کې د ماسټر پلان د پلي کېدو په لړ کې نن د علامه حبیبي واټ له پراخولو وروسته د دغه سړک د پخولو چارې پیل شوې.
په دې مراسمو کې د کندهار ولایت سرپرست عبدالحنان منیب، د کندهار سرپرست ښاروال او یو شمېر نورو چارواکو او مخورو ګډون کړی وو.
منیب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه واټ مخکې ۱۸ متره عرض درلود چې د ښاروالۍ له خوا د ملکیتونو تر استملاک وروسته د ۴۰ متره په اندازه پراخ شو او اوس یې د پخولو چارې پيل شوې.
هغه زیاته کړه، د دغه واټ پر جوړولو ۲۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې کندهار ښاروالي یې ورکوي او د لسو میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.
نوموړي د علامه حبیبي واټ له استوګنو مننه وکړه چې د ښار د ښکلا او د خلکو د هوساینې لپاره یې خپل ملکیتونه استملاک ته وړاندې کړل.
ده وويل، د دغه واټ د استملاک چاري بشپړې شوي خو د سيمې د يو شمېر اوسېدونکو حق لا هم پاتې دي چې په نږدې راتلونکي کې به هغوی هم له خپلو حقوقو برخمن شي.
د کندهار سرپرست ښاروال نسیم رضايي پژواک اژانس ته وویل، له سردار مدد څلور لارې تر شهیدانو چوک پورې د غځېدلي علامه حبیبي واټ د پراخولو په موخه د خلکو د ملکیتونو د استملاک چارې مخکې پيل شوې وې چې په دې وروستیو کې پای ته رسېدلي او اوس دغه واټ جوړولو ته چمتو شوی دی.
هغه زیاته کړه، مخکې د دغه واټ عرض ۱۸ متره و چې ترافیکي ګڼه ګوڼه ورباندې ډېره وه او خلک له سختو ستونزو سره مخ وو.
دی وايي، پر همدې بنسټ ښاروالۍ د ولایت مقام په لارښوونه پرېکړه وکړه چې دغه واټ دواړو لورو ته په مساوي ډول ۴۰ متره پراخ کړي.
د کندهار ښار اوسېدونکي د ښاروالۍ د دغه اقدام ستاینه کوي، خو د کارونو د ځنډ له امله شکایت کوي.
د همدې واټ یوه اوسېدونکي محمد ایوب پژواک اژانس ته وویل، د واټ د پراخولو په موخه د ملکیتونو د استملاک چارې کافي موده مخکې پيل شوې وې چې ډېر وخت یې واخیست.
دی وايي، اوس چې دغه چاره بشپړه شوې، ښاروالۍ ته په کار ده چې د دغه واټ د جوړولو چارې په ټاکلې موده کې په معیاري بڼه تر سره کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP