پلخمري (پژواک، ٦ کب ٩٧): د بغلان د پوليسو له لوري څه باندې دوه زره او شپږ سوه کیلوګرامه نشه یې توکي وسوځول شول.
په يادو مراسمو کې د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع وويل چې د دغه ولايت پوليسو د پخوا په پرتله د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ کړې ده.
هغه وايي چې نن پوليسو ٢٦٦٨ کيلو ګرامه نشه يي توکي وسوځول چې په کې مورفين، هيرويين او چرس شامل دي.
دغه راز په دې غونډه کې د بغلان والي عبدالحي نعمتي هم د پولیسو دغه لاسته راوړنه وستایله او له نشه یي توکو سره یې د مبارزې لپاره پولیسو ته د ولایت په کمربندونو کې د کلکې تلاشۍ سپارښتنه وکړه.
همدارنګه د بغلان ولایتي شورا ريیس صفدر محسني بیا پر حکومت غږ وکړ چې له نشه یي توکو سره د مبارزې تر ټولو ښه لار له بزګرانو سره یې د بدیل پر چارو مشوره ده چې د کر مخه یې ونیول شي.
د پولیسو په وینا، د سوځول شوو نشه یي توکو د لېږد په تړاو ۱۵۵ کسان نيول شوي او ۱۵زره کيلوګرامه نور نشه یې توکي هم له منځه وړلو ته چمتو دي چې په نږدې راتلونکي کې به وسوځول شي.
login or register a new account.