کندوزښار- پل علم (پژاوک، ٦ کب ٩٧): امنيتي چارواکي وايي چې په کندوز او لوګر ولايتونو کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٩ نور ټپيان شوي دي.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د عامه اړيکو امر جګړن محمد حنيف رضايي د کب په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کندوز د قلعه زال ولسوالۍ په اق تېپې کلي کې پر وسله والو طالبانو خپل ماين چاودنه کړې ده.
هغه وايي: ((طالبانو په دې سيمه کې خپلو کسانو ته د ماينونو جوړولو او استعمالولو په اړه زده کړې ورکولې چې ماين پرې چاودلى دى.))
ده وويل چې په دې پېښه کې د څلورو قوماندانانو په ګډون لس وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي نظرمحمد پژواک ته وويل چې تېره ورځ د اقتېپې کلي په چقارق سيمه کې د درنې چاودنې غږ اورېدل شوى دى.
هغه وايي چې په دې پېښه کې يو شمېر طالبان وژل شوي دي.
همدارنګه د يو بل خبر له مخې، په لوګر هم وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو په بره کي برک ولسوالۍ کې د طالبانو پر پټنځايونو عمليات کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او ١٣ نور ټپيان شوي دي.
احمدزى زياتوي چې د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو پنځه موټرسايکلونه، څلور ميله کلاشينکوفونه او ځيني نور مهمات او وسلې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
نوموړي دا هم وويل، امنيتي ځواکونو د تېلو هغه ټانکر هم بېرته نيولى چې وسله والو طالبانو تښتولى و.
دغه راز د بره کي برک د قلعه عباد سيمې اوسېدونکي جاوېد پژواک ته وويل چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د دوى په کلي کې عمليات کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن