Language

“د کابل-شمال پر لويه لار له بار وړونکو موټرو ناقانونه پيسې اخيستل کېږي”

پلخمري(پژواک، ٧ کب ٩٧): د کابل-شمال لويې لارې د بار وړونکو موټرو چلوونکي وايي چې د دغې لارې په اوږدو کې د ترانسپورټ په نوم غير قانوني پيسې ترې اخيستل کېږي.

د يادې لارې يو شمېر موټر چلوونکو دغه څرګندونې نن د کب په اوومه پلخمري کې ديوې اعتراضي غونډې په ترڅ کې وکړې.

بغلان کې د بار وړونکو موټرچلوونکو اتحاديې مشر حاجي امین رسنيو ته وويل چې د بغلان ولايت په مربوطاتو له موټر چلوونکو څخه د ترانسپورټ په نوم غير قانوني پيسې اخيستل کيږي.

امین زیاتوي: ((له بلخ څخه تر بغلانه  په لاره کې د ترانسپورټ په نوم مامورین څو ځایه پیسې اخلي چې د چلوونکو ګټه یې زیانمنه کړې، بايد مخه يې ونيول شي.))

د نصرالله په نوم موټر چلوونکی وايي چې د مزارشریف په دروازه کې ورڅخه د ترانسپورټ په نوم درې زره افغانۍ اخیستل شوي، خو ورکړل شويو اسنادو کې یې پیسې نه دي ذکر شوي.

دی وايي: ((بلخ پارچه راکړې خو بغلان بيا هغه نه مني دلته راته بله پارچه راکوي چې د هغه بيا جدا پيسې غواړي.))

په ورته وخت کې په په شمال کې د موټرچلوونکو اتحاديې استازي حاجي خلیل پژواک ته وويل چې له باروړونکو موټرو دې د پنځه سلنه پرځاى لس سلنه ماليه واخيستل شي، خو د ترانسپورټ په نوم په هرځاى کې د پيسو اخيستو مخه دې ونيول شي.

نوموړی زیاتوي: ((حکومت دې د لویو لارو موټر چلوونکو څخه د ترانسپورټ په نوم پیسو اخیستو سیستم برېښنايي کړي، کنه موږ خپل مدني حرکتونو ته ادامه ورکوو.))

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

خو د بغلان مرکز پلخمري ښار دروازې د ترانسپورټ مدیر فضل الرحمن د چلوونکو له خوا شوي تورونه ردوي او وايي له هېچا زیاتې پیسې نه دي اخیستل شوي.

هغه وايي: (( موږ  له هر چلوونکي د بار کړل شوي وزن له مخې د ترانسپورټ وزارت د قانون په اساس پیسې ترلاسه کوو چې بيا يې مستوفیت ته سپارو.))

ده وويل چې ځينې موټر چلوونکي په غلا سره غواړي، ډېر بار کړى وزن د ترانسپورټ مامورينو ته کم ښکاره کړي چې بيا دغه ډول شکايتونه هم کوي.

login or register a new account.