Language

د ۲۰۳ تندر نظامي محکمې د پوځ ۱۹ افسران او سرتېري په بند محکوم کړل

ګردېز (پژواک ٦ کب ٩٧): د سوېل ختيځ په ۲۰۳ قول اردو کې د خوست د ملي اردو د لوا د پېښې په تړاو ۲۶ افسران او سرتېري محاکمه شول، چې له ډلې يې د يادې لوا د قومندان په ګډون ۱۹ تنه په بند محکوم او ۷ نورو ته برائت ورکړل شو.

شاوخوا درې مياشتې وړاندې په خوست ولايت کې د ملي اردو لومړۍ پلې شايسته لوا په جامع جومات کې د جمعې ورځې د لمانځه پر مهال ځانمرګی بريد شوی و، چې د مسوولينو په خبره، ۲۹ تنه د ملي اردو سرتېري او افسران په کې وژل شوي او ۷۱ نور ټپيان شوي وو.

د يادې قضيې موظف څارنوال وايي چې بريد د خوست ولايت يوه اوسيدونکي او حقاني شبکې اړوند نفوذي سرتېري د لوا د ځينو تورنو کسانو په مرسته تر سره کړی دی.

ده وويل: ((بريدګر د حقاني تروريستي شبکې په دستور د لومړۍ پلې لوا له ځينو مسوولينو سره ارتباط ټينګ کړی او بلاخره د ذکر شويو متهمينو په مرسته د قوس مياشتې په دويمه نېټه د جمعې په ورځ د يادې لوا جامع جومات ته له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ سره ننوتلی او انفجار يې ورکړی دی.))

د محکمې د قضايي جلسې مشر قاضي ډګروال دين محمد دينمل د محاکمې له جريان وروسته وويل چې بريد د لوا د ګارنيزيون د مشر او ځينو نورو مسوولينو په همکارۍ تر سره شوی او له دې امله په تورنو او په بند محکوم شويو کې د ګارنيزيون ځينې افسران او خپله د لوا قومندان هم دی.

قضايه جلسې د پرېکړې له مخې، يو تن په دېرش کاله بند او ۹۱۸۰۰ افغانۍ نغدي جريمه، شپږ تنه پوځيان په ۲۵، ۲۵ کاله قيد او نغدي جريمه او د لوا قومندان او د ګارنيزيون د قومندانانو په ګډون ۱۲ تنه په پنځه، پنځه کاله بند محکوم کړل.

دينمل وايي: ((تاسو هر يو جنرال خليل الله ولد محمد چمن د لومړۍ لوا قومندان او ته ډګروال عبدالمحمد ولد علي محمد د لومړۍ لوا د ګارنيزيون قومندان د وظيفوي غفلت د جرم او د موظفو عامه خدماتو د بې احتياطي په علت د جزا کوډ د ۲۴۲مې مادې د شپږمې مادې او د ۲۳۶ مې مادې د دولسمې فقرې له مخې په پنځه، پنځه کاله تنفيذي بند محکوم کړئ. همدارنګه اووه تنو ته په جرم کې د نه ښکېلتيا د اثبات پر اساس برائت درکړل شو.))

خو په بند محکوم شوي کسان ياده پرېکړه يو طرفه او سليقوي بولي او د ځان په اړه د عدالت د تامين غوښتنه کوي.

د دوی له ډلې يو تورن بريدمل وايي: ((له حادثې نه يوه جمعه مخکې ما قومندان ته ويلي چې قومندان صيب دا سړی داسې خبره کوي، هغه راته ويل چې زه کور ته ځم. دا شهيدان زما وروڼه او ملګري و، زه څنګه وکړی شم چې له انتحاري سره کومک وکړم چې ورځه په جومات کې مسلمانان شهيدان کړه. دا زما وروڼه و، زما همسنګري و، د دې ملت بچيان و، خو نن زه معاون د انتحاري يم.))

د ۲۰۳ تندر قول اردو اړوند د خوست ولايت د لومړۍ پلې شايسته لوا قومندان بريدجنرال خليل الله خليل هم د ځان په اړه شوې پرېکړه سمه نه بولي او په دې اړه د محکمې د زيات دقت او تجديد نظر غوښتنه کوي.

خليل وايي: ((زموږ وکيل بايد زموږ صورت دعوه سمه مطالعه کړي، محترم محاکم دې د لوا د قومندان په توګه زما د اجرااتو اسناد، چې يوه مکمله دوسيه ده او مخکې مې څارنوال صيب ته کاپي ورکړې، سمه وګوري. زه مطمين يم چې محاکمو دا په دوه ورځو کې نه ده لوستې، يو ځل دې لطف وکړي او ودې يې لولي چې عدالت تامين شي، ما د امنيتي تدابيرو پلان منظور او ټولو جز و تامونو ته تقسيم کړی دی.))

يو تن مذافع وکيل دوست محمد ګرديزي هم تر سره شوې قضايي جلسه عادلانه نه بولي او وايي چې تورنو کسانو ته د خپلو خبرو بيانولو وخت نه دی ورکړل شوی.

login or register a new account.