ګردېز (پژواک، ٧ کب ٩٧): د پکتيا د زرمت ولسوالۍ د يوې کورنۍ غړي وايي چې د دوى د کورنۍ د پنځو وژل شوو غړو قضيه تر اوسه نه ده څېړل شوې.
شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په نظامي عملياتو کې د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي وو.
په وژل شوو کې د يادې کورنۍ مشر، د سولې شورا د ولايتي کمېټې غړی او قومي مخور قوماندان نعيم فاروق او د نوموړي يو ورور او درې محصلين زامن هم وو چې له وژل کېدو وروسته د مشرانو جرګې يوه پلاوي او د پکتيا مرستيال والي زرمت ته په سفر کې له يادې کورنۍ سره ژمنه کړې وه چې ياده پېښه به څېړي او له عاملينو سره به يې قانوني چلند کېږي.
خو ياده کورنۍ وايي، تر اوسه ياده پېښه هېڅ نه ده څېړل شوې او ورسره له ژمنې سره سم د پېښې د څېړنې غوښتنه کوي.
د دې کورنۍ مشر غلام محمد صالح خېل وايي چې له پېښې وروسته د مشرانو جرګې او ولايت مقام جلا- جلا ټاکل شوي کمېسيونونه کور ته ورغلي او د غمشريکۍ پر مهال يې ورسره د دې پېښې د بشپړ څېړل کېدو او عاملينو ته یې د سزا ورکولو ژمنه کړې وه.
صالح خېل پژواک ته وويل: ((والي صېب راته ويلي وو چې ژر به له رييس جمهور سره ستاسو ملاقات وشي، د مشرانو جرګې پلاوي راسره په کلکو الفاظو دا ژمنه کړې وه چې تاسو به کابل ته را وغواړو، له رييس جمهور سره به مو کېنوو، ستاسو غږ او پوښتنه به تر اخري ځايه رسوو او مجرمين به د قانون منګولو ته سپارو.))
د قوماندان نعيم، زوی خليل الرحمن چې په پېښه کې يې درې وروڼه هم وژل شوي، وايي چې د کورنۍ د غړو وژل کېدو او د قضيې نه تعقيب ناهيلى کړى او په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
خليل وايي: ((له موږ سره يې وعده کړې ده چې ستاسو قاتلين به محکمې ته راکشوو، خو تقريباً يوه نيمه يا دوه مياشتې کېږي، موږ د دې هېڅ نتيجه نه ده ليدلې او نه هم چا راته کوم احوال راکړی دی.))
د زرمت ولسوالي د صالح خېلو سيمې قومي مخور حاجي اختر محمد ياده پېښه عام وژنه بولي او وايي چې په پېښه کې ملکي کسان وژل شوي او زيان ور اوښتی دی.
نوموړي وويل: ((ځکه قتل عام ورته وايو چې ټول بې ګناه وو. حاجي نعيم يو قومي مشر و، زامن يې ټول د لوړو زده وزارت محصلين وو او په زړه کې يې دا ارمانونه لرل چې موږ به د دې وطن خدمتګاران جوړېږو، خو دوی بې ګناه او بې محکمې راغلي او قتل کړي يې دي.))
خو د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي چې له قرباني کورنۍ سره يې د ولايت تر وسه غمشريکي کړې او له ژمنې سره سم له ولسمشر سره يې د ملاقات لپاره رسمي مکتوب لېږلی، خو لا يې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
کټوازي پژواک ته وويل: ((د دوی کورنۍ ته مو هم په کابل کې او هم دلته فاتحه کړې، د دوی اخري غوښتنه دا وه چې موږ ته دې له ولسمشر سره وخت واخيستل شي او زموږ توانايي هماغه وه چې رياست جمهوري ته مو د ارګانهای محل له لارې رسمي مکتوب لېږلی، څو له ولسمشر سره يې له نږدې کېنوو.))
login or register a new account.