Language

په کندهار ښار کې د پاکو اوبو رسولو شبکه جوړېږي

کندهار (پژواک، ۶ کب ۹۷): په کندهار ښار کې د څښلو د پاکو اوبو رسولو شبکه جوړېږي چې ۱،۱ میلیون ډالر لګښت پرې راځي.

دغه شبکه د کندهار ښار په تر ټولو ګڼ مېشته سیمه (نهمه ناحیه) کې جوړېږي چې تر ځمکې لاندې یې د اوبو کچه له ۱۰۰ تر ۱۵۰ متره لاندې تللې او اوسېدونکي یې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

په دې اړه په اړه جوړه شوې غونډه کې د کندهار ولایت سرپرست عبدالحنان منیب او د سکتوري ادارو رییسانو برخه اخیستې وه.

منیب وویل، د اوبو دغه شبکه د کلیو د پراختیا وزارت د ۱،۱ میلیون ډالرو په لګښت جوړېږي چې د روان زېږدیز کال تر پایه به جوړه او ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.

ده زیاته کړه، ولایتي اداره هڅه کوي دغه اغېزناکه پروژه په بنسټیزه توګه پلې کړي څو خلکو ته د څښلو پاکې اوبه ورسېږي.

د کندهار ښار نهمه ناحیه چې عام خلک یې د لویې ویالې سیمه بولي، د پاکو اوبو د نشتوالي له بحران سره مخ ده، ځکه په دغه ساحه کې تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه له ۱۰۰ تر ۱۵۰ متره کښته شوې ده.

د دغې سیمې اوسېدونکي د حکومت د دې ګام هر کلی کوي او غوښتنه کوي چې د دغې مهمې پروژې کارونه دې ژر او په ښه توګه ترسره شي.

د همدې سیمې یوه اوسېدونکي محب الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د بلې هرې سیمې په پرتله د نهمې ناحیې اوسېدونکي د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.

هغه زیاته کړه، د همدې ستونزې له امله د دغې سیمې شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ نورو سیمو ته کډوالې شوي او خپلې مېنې یې پرې ایښې دي.

د ده په خبره، د دغې پروژې په پلي کېدو سره به د پاکو اوبو په برخه کې د دغې سیمې د اوسېدونکو ستونزه تر یوه حده کمه شي او اړوندې ادارې یې باید چارې په ښه توګه پر مخ یوسي.

د یاودنې ده چې تېره ورځ د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې هم د پاکو اوبو د دوو شبکو جوړولو کار پیل شو چې ۲،۱ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي.

د پاکو اوبو دغه دوه شبکې د دغې ولسوالۍ په حاجي شاهین کلي کې د ولسي تړون پروګرام له مخې تر راتلونکو درېیو میاشتو جوړېږي چې ۳۶ متره مکعبه اوبه زېرمه کوي او ۱۳۴ کورنۍ به ورڅخه برخمنې شي.

login or register a new account.