ښرنه (پژواک، ٨ کب ٩٧): د ارګون زون د نهو ولسوالیو اوسېدونکو له ولسمشر غني څخه د ارګون ولسوالۍ د ولایت کېدو غوښتنه وکړه.
دوى چې شمېر يې سلګونو کسانو ته رسېده او د ولايتي شورا غړو يې هم ملتيا کوله، لاريون وکړ.
وروسته له هغه چې ولسمشر محمد اشرف غني په هېواد کې د څو لویو ولسوالیو د ولایت کېدو ژمنه وکړه، د ارګون زون د نهو ولسوالیو اوسېدونکو هم د یوه لاریون په ترڅ کې له ولسمشر غوښتنه وکړه چې ارګون ولسوالۍ دې ولایت شي.
د یاد شوي لاریون یوه برخه والي شېرباد شاه ارګوني وویل، ارګون ولسوالۍ د پکتیکا ولایت له لویو ولسوالیو څخه ده او نهه نورې ولسوالۍ ورپورې تړلې دي، نو په کار ده چې دغه ولسولۍ په ولایت بدله شي.
نوموړی زیاتوي، د دې زون خلکو د تاریخ په اوږدو کې تر نورو ډېره قرباني ورکړې او د هېواد او ولس د ساتنې په موخه یې خپلې هڅې نه دي سپمولي، د دې هېواد د ساتنې لپاره یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته خپل بچیان ورکړي، خو د ولایتي ادارې او مرکزي دولت له لوري ورته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.
لاریون کوونکو چې د ارګون د ولایت کېدو پر ملاتړ یې بېلابېل شعارونه له ځان سره لېږدول، له ولسمشره غوښتنه کوله چې ارګون ولایت کول غواړي. که چېرې یې مرکزي اداره د ارګون د ولایت کېدو غوښتنه ونه مني، په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې برخه نه اخلي.
د هغوى په خبره، په دې اړه یې له دې وړاندې هم څو ځلې خپل غږ تر ولسمشره رسولی، خو چایې غږ نه دی اورېدلی.
د یاد لاریون یوه بل ګډونوال او د مېلمه بنسټ مشر یعقوب خان منظور پژواک سره په خبرو کې وویل، چې ارګون او ورڅېرمه ولسوالیو مساحت او نفوس د هېواد له ډېری ولایتونو زیات دی او په کار دی چې د ولایت په کچه له ټولو حقونو برخمن شي، خو سره له دې چې خلکو ته یې خپل حقونه نه دي ورکړل شوي، په پوهنه، بیارغونه او نورو برخو کې ترې زیاته ونډه اخیستل شوې ده.
د لاریون برخه وال او د پکتیکا ولایتي شورا وکیل عزیز عزیز د یادې ولسوالۍ پر ولایت کېدو ټینګار کوي او زیاتوي، کله چې دغه ولسوالۍ پر ولایت بدله شي، نو د ورڅېرمه ډېری نورو ولسوالیو امنیت به هم ورسره تامین شي.
عزیز وايي، اوس چې د پکتیکا ولایت د نکې، زېړوک، برمل، سروبي، ګیان، شکین، سرروضې او چهارباران رسمي او غیر رسمي ولسوالیو امنیت تر ډېره خراب او د دولت له لوري ورته ځانګړې پاملرنه نه ده شوې، خو د دغه زون په ولایت کېدو سره به د یادو ولسوالیو امنیت هم ښه او په بېلابېلو برخو کې به د کار کولو زمینه په کې برابره شي.
د یادونې ده چې د ارګون او ورڅېرمه نهو ولسوالو خلکو له دې وړاندې هم د یاد زون د ولایت کېدو په تړاو لاریونونه کړي و، خو تر اوسه یې کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP