Language

د پکتیکا په پنځو ولسواليو کې د جلغوزو او چارمغزو لسګونه زره نيالګي اېښودل کېږي

ښرنه (پژواک، ١٣ کب ٩٧): د پکتيکا ولايت پر کروندګرو په يوه درې کلنه پروژه کې د ١١٢ ميليونه افغانيو په ارزښت د جلغوزو او چارمغز ۵۰۰ قوريې وېشل کېږي.

دغه باغونه د دغه ولايت په هغو ولسواليو کې پر بزګرانو وېشل کېږي چې غرنۍ سيمې ولري او ياد نیالګي په کې په ښه ډول وده کولای شي.

د پکتيکا د کرنې سرپرست رييس ابوبکر حقيار له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د لومړي ځل لپاره دغه درې کلنه پروژه په پکتیکا کې پلې کېږي چې له مخې به یې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو ارګون، سروبي، زېړوک، ګیان او سروضې ولسوالیو کې عملي کېږي.

نوموړی زیاتوي، دغه قوريې به په یادو ولسوالیو کې پر هغو باغوانانو ووېشل شي چې غرنۍ ځمکې لري. 

حقیار همدرانګه وايي، هر کروندګر ته یوه قوریه ورکول کېږي چې درې زره د جلغوزو او درې زره د چارمغزو نیالګي لري او یاد نیالګي له درې کلونو روزلو وروسته به په غرونو کې کېنول شي.

د پکتيکا کروندګر د کرنې رياست له لوري د دې پروژې پر عملي کېدو خوښي څرګندوي.

د دغه ولايت د سروبې ولسوالۍ يوه کروندګر شاه فيصل پژواک ته وويل چې دا يوه ډېره لويه او نوې پروژه ده چې ورسره به په دغه ولايت کې باغونه وده وکړي او غرونه به پر ونو وپوښل شي.

نوموړي زياته کړه چې د کرنې رياست دې له دې مخکې چې دا قوريې ووېشل شي، کروندګرو ته په دې برخه کې روزنه ورکړي.

د زېړوک ولسوالۍ اوسېدونکي حبيب هم وايي چې د پکتيکا ډېری ولسوالۍ غرونه لري چې د کرنې رياست له لوري په کې تر اوسه پورې هېڅ ډول همکاري نه ده شوې.

هغه زيآته کړه چې د يادو ولسواليو اوسېدونکي پر دې پروژه خوښ دي او غوښتنه کوي چې په خپل وخت ورته ووېشل شي او يادې قوريې هغه چا ته ورکړل شي چې مستحق یې وي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.