غزني ښار- محمودراقي (پژواک، ١٤ کب ٩٧): حکومتي چارواکي وايي چې په غزني او کاپيسا ولايتونو کې د دوو قوماندانانو په ګډون ګڼ شمېر طالبان وژل شوي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د کب په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ګډو هوايي ځواکونو د اندړو ولسوالۍ په بخشي سيمه کې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو پر مهال د ګڼ شمېر نورو طالبانو تر څنګ د طالبانو يو مشهور قوماندان، کاکړ هم وژل شوى دى.
د سیمې يوه اوسېدونکي نعیم الله هم پژواک ته وويل چې تېره شپه بريد شوى او په ترڅ کې یې د کاکړ په نوم يو کس وژل شوى دى.
خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې کاکړ د يوه جومات ملا امام و چې تېره شپه د چاپې پر مهال وژل شوى دى.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ هم طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تګاب امنيه قوماندان محمد نعيم ساپي پژواک ته وويل چې تېره شپه په ميرخېلو سيمه کې امنيتي ځواکونو د هوا او ځمکې له لارې چاپه وهلې ده.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې د طالبانو مشهور قوماندان عبدالرقيب وژل شوى او يو شمېر نور طالبان له سيمې تښتېدلي دي.
د ميرخېلو د کونج سيمې اوسېدونکي لاجورد پژواک ته وويل چې نوموړى قوماندان د لنډاخېلو سيمې اوسېدونکى و او جنازه يې سهار دغې سيمې ته انتقال شوې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP