Language

مزارشريف کې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

مزارشريف (پژواک، ۱۶ کب ۹۷): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ښځو نړيوالې ورځې نمانځلو په مناسبت نندارتون جوړ شوی چې په کې سوداګرو مېرمنو خپل لاسي صنايع نندارې ته وړاندي کړي دي.

افغان سوداګرې وايي چې په ډېرو لږو پيسو يې سوداګرۍ ته مخه کړې وه او اوس مهال ښه اقتصاد لري.

دوی دغه راز نندارتونونه ګټور بولي خو پر حکومت نيوکه کوي چې سم لاسنيوی يې نه کوي.

د رقيبې په نوم يوې سوداګرې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تجارتي کار پيل يې په ډېرو لږو پيسو (۵۰۰) افغانيو کړی چې اوس تر ټولو ښه اقتصاد لري.

نوموړې وايي، جامې او نور لاسي صنايع يې نندارې ته وړاندې کړي چې په خپل لاس يې جوړ کړي او خلک يې هم ترې په لېوالتیا پېري.

هغه وايي، دا ډول نندارتونونه د دوی لپاره ګټور دي چې په وينا يې د وطني توليد پرمختګ ته به زمينه برابره کړي.

مارينا اماني چې له بغلان ولايته يې په دغه نندارتون کې ګډون کړی، پژواک ته وويل چې د دوی پر وړاندې تر ټولو لويه ستونزه د بازارموندنې په برخه کې ده چې په وينا يې لاسي صنايع يې پلور او بهرنيو نندارتونونو ته هم لاسرسی نه لري.

هغې له حکومته غوښتنه وکړه چې داخلي توليداتو ته د بازارموندنې په خاطر بايد له سوداګرو سره مرسته وشي.

فهيمه عظيمي چې بله سوداګره ده، له حکومته غواړي چې داخلي توليداتو د رشد په خاطر بايد له بهر پر واردېدونکو توکه ماليه لوړه کړي.

هغې زياته کړه چې په اوسني وضعيت کې د افغان سوداګرو لپاره ستونزمنه ده چې له بهرنيو توکو سره رقابت وکړای شي.

فهيمې زياته کړه: ((د ډېری بهرنيو توکو کيفيت ټيټ وي، له همدې امله يې بيې هم ارزانه وي، خو په مقابل کې يې که موږ په لوړ کيفيت هم مواد توليد کړو نو خلک يې نه پېري؛ ځکه خلک ارزانه شي پسې ګرځي.))

هغه زياتوي چې افغان مېرمنې پوره وړتيا لري، څو د خلکو د اړتيا وړ ډېری خوراکي توکي او لاسي صنايع کور دننه توليد کړي.

login or register a new account.