فراه (پژواک ١٨ کب ٩٧): پردې سربېره چې نن په فراه کې څو پروژې پرانيستل شوې، ولسمشر د دې ولايت له خلکو سره بېلا بېلې ژمنې وکړې.
ولسمشر محمد اشرف غني چې نن فراه ته تللى و، د دې ولايت د ملي اردو د دوهمې پلې لوا کې په يوه لويه غونډه کې وويل چې په فراه کې د وروستيو سېلابونو له امله ١٠٠٠ کورونه تخريب شوي او له همدې امله به د دې ولايت له زيانمنو شويو کسانو سره ٢٢٦ ميليونه افغانۍ مرسته وکړي.
ده زياته کړه، د سېلابونو له امله د فراه د مرکز ٣٠ کيلومتره سرک هم خراب شوى او څلور زره هکتاره کرنيزې ځمکې ته زيان رسېدلى، چې د دې ټولو د رغېدو لپاره به ١٩ ميليونه افغانۍ پرې ولګول شي.
د هغه په وينا، د رياست جمهوري له خوا به د ٢٩٥ ميليونو افغانيو په لګښت د فراه په مرکز کې جامع جومات او هم د فاتحو اخيستلو صالون چې د زر تنو ګنجايش به ولري، جوړ شي.
نوموړي د فراه د امنيت په اړه وويل چې په تېر کې په دې ولايت کې ترسره شوي عملياتونه بريالي نه وو، خو له دې وروسته به په داسې يوه پلان کار وکړي چې د ښار کمربند له ٤ کيلومترو څخه اتو کيلومتر ته وغځول شي.
دغه راز ولسمشر له فراهيانو سره ژمنه وکړه چې فراه ولايت به له دوهمې څخه لومړۍ درجې ولايت ته ارتقا ورکړي.
نوموړي په دې ولايت کې د بخش اباد بند د جوړولو په اړه وويل چې د دې بند اساسي نقشه او تکميلي ډيزاين به د ٤،٥ ميليونو ډالرو په ارزښت په راتلونکو څو ورځې کې بشپړ شي.
ده زياته کړه، جمهوري رياست د دې پروژې ملاتړ کړي او سکتګي به په کې نه راولي.
په دې سفر کې څو پروژې چې چارې يې بشپړې شوي، پرانيستل شوې. له دې ډلې د فراه پوهنتون کتابتونه چې د ٩ ميليونو افغانيو په ارزښت جوړه شوې او همدارنګه سل بستريز روغتون چې ٣٠٩ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلى، پرانيستل شول.
دغه راز د دوو نورو پروژې د بنسټ ډبرې کېښودل شوې چې يوه په کې د فراه پوهنتون د نجونو د ليليې ودانۍ ده چې د ١٥٢ ميليونو افغانيو په لګښت په ٦ پوړونو کې جوړه شي او دغه راز د دې پوهنتون جمنازيوم به د ٤٩ ميليونو افغانيو په لګښت جوړ شي.
login or register a new account.