Language

په فراه کې شپږو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

فراه (پژواک، ۱۸ کب ۹۷): ځینې سرچينې وايي چې تېره شپه د فراه په انادرې ولسوالۍ کې د ملي امنیت پر مدیریت او د ملي اردو پر یو ټولي برید کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د اناردرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي غلام حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه برید د اناردرې ولسوالۍ په مرکز کې ترسره شوی دی.

د هغه په وینا، په برید کې د ملي اردو درې منسوبین وژل شوي او د ملي اردو د یو بل منسوب په ګډون د ملي امنیت دوه کارکوونکي ټپیان دي.

د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ، د امنیتي سرتېرو مړي په سيمه کې پاتې وو خو په دې جګړه د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

د سیمې ځیني نور اوسېدونکي هم د غلام حسین خبري تاییدوي.

په فراه کې د ملي اردو د دویمې لوا ویاند حشمت الله احمدي د یادې جګړې پخلی کوي خو د طالبانو په لاس د امنیتي ځواکونو د برمته کېدو په اړه څه نه وايي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د جزئیاتو له ورکولو پرته وايي چې په جګړه کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.