Language

چارواکي: تېرې دوه اوونۍ په غزني کې د ۱۱ قوماندانانو په ګډون ۸۰ طالبان وژل شوي

غزني ښار (پژواک، ١٨ کب ٩٧): د غزني حکومتي مسوولين ادعا کوي چې په تېرو دوو اوونيو کې د افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال د ١١ قوماندانانو په ګډون ٨٠ طالبان وژل شوي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د کب په ١٨مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې په تېرو دوو اوونيو افغان ځواکونو د ځمکې او هوا له لارې په مرکز، قره باغ، اندړ، ده يک، رشيدان او ګيلان ولسواليو کې بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو پر مهال د ١١ قوماندانانو په ګډون ٨٠ طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

نوري زياته کړه: ((د دغو عملياتو په ترڅ کې د طالبانو ټول شوم پلانونه شنډ کړاى شول او ډېرې سيمې بېرته امن شوې.))

دغه راز د غزني د ګيلان ولسوالۍ اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې په بېلابېلو سيمو کې هره شپه جګړې وي.

هغه وايي: ((جنګ روان دى، خو په دې کې شک نشته دى چې په جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوړي.))

خو رحيم الله زياتوي چې کله نا کله د افغان ځواکونو د هوايي بريدونو پر مهال ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

خو بل لور ته وسله وال طالبان بيا د غزني د حکومتي مسوولينو څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په تېرو دوه اونيو کې په دومره لوړه کچه طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

هغه وايي چې د حکومتي ځواکونو د عملياتو پر مهال ډېرى وخت ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په غزني ولايت کې د افغان او بهرنيو ځواکونو له لوري هوايي بريدونه ډېر شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.