کندوز (پژواک، ١٨ کب ٩٧): د کندوز حکومتي مسوولين وايي چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال د دغه ولایت په مرکز او قلعه زال ولسوالۍ کې ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي د کب په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه شپه افغان امنيتي ځواکونو د مرکز اړوند په تلوکې سيمه کې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ٢٦ وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور نيول شوي دي.
د مرادي د معلوماتو له مخې، په نيول شوو کې ګل نبي، ميرزا فريدالدين، قاري بهاوالدين، باريداد، صفرمحمد، عبدالواحد او مولوي عبدالمجيد شامل دي.
دى زياتوي: ((وسله والو طالبانو ته دغه درانه تلفات په داسې وخت کې اوړي چې تازه په تازه ټولو امنیتي ارګانونو ته د هدفمنو بریدونو او عملیاتو امر ورکړل شوی دی.))
مرادي وايي چې په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی اوښتى او پر مهال يې د وسله والو طالبانو یو شمېر پټنځایونه، وسلې او تجهیزات هم له منځه تللي دي.
دغه راز د کندوز په قلعه زال ولسوالۍ کې هم طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د عامه اړيکو امر جګړن محمد حنيف رضايي پژواک ته وويل چې تېره ورځ امنيتي ځواکونو د قلعه زال ولسوالۍ په صالح اباد او تربوزګذر سيمو کې پر وسله والو طالبانو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
د رضايي په وينا، د دغو عملياتو پر مهال د طالبانو دوه پټنځايونه هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.