ښرنه (پژواک، ١٩ کب ٩٧): د پکتيکا د زېړوک ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان په زور له خلکو پيسې اخلي او د قومي تړون خلاف شنې ونې هم پرې کوي، خو قوماندان بيا دغه تورونه ردوي.
د زېړوک ولسوالۍ اوسېدونکو دغه څرګندونې د کب په ١٩مه په مرکز ښرنه کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
په دې غونډه کې د يادې ولسوالۍ يوه قومي مشر رازمحمد وويل چې د زېړوک امنيه قوماندان د قومي تړون خلاف د ځنګلونو شنې ونې پرې کوي او بيا يې په بازار کې پر خلکو پلوري.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، کله چې خلک له اورګون ولسوالۍ خوراکي توکي او نور شيان راوړي، له هغوی هم پيسې اخلي.
هغه زياته کړه: ((د غوړیو د هر پیپ پر سر له خلکو سل افغانۍ او د هرې بورۍ وريجو پر سر له خلکو دوه سوه افغانۍ اخلي.))
دغه راز د يادې ولسوالۍ بل اوسېدونکي سرفراز وويل چې د زېړوک امنيه قوماندان د فساد په بېلابېلو ډولونو اخته دى.
ده وويل: ((که هر څه ژر دغه قوماندان بدل نه شي، موږ به له حکومت سره هر راز پرېکون اعلان کړو.))
د همدې ولسوالۍ بل اوسېدونکي او پخواني جهادي قوماندان حاجي ظفر وويل چې له امنيه قوماندان څخه يې څو ځلې په مرکز ښرنه کې حکومتي مشرانو ته شکايت کړى دى.
نوموړى زياتوي: ((موږ يې تر پزې رسولي يو، خو حکومتي مشران يې ځکه نه لرې کوي چې هغوی ته يې هم ګټه رسېږي.))
د هغه په وينا، له يوې خوا وسله وال طالبان د جلغوزو له حاصلاتو عشر غواړي او له بل پلوه دغه قوماندان هم پر خلکو فشار راوړي څو برخه يې ورکړي.
حاجي ظفر دا هم وويل چې د زېړوک امنيه قوماندان د ښار په منځ کې پاټکونه جوړ کړي او له عامو خلکو او سوداګرو په زور پيسې اخلي.
د يادې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP