Language

د پکتيا ښځو ته د کرنيزو توکو مرستې د وېش لړۍ پيل شوه

ګردېز (پژواک، ٢١ کب ٩٧): د پکتيا ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له خوا د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام په همکاري لسګونه مېرمنو ته د شنو خونو او کرنيزو پلاستيکي تونلونو وېش پيل شو.

د دغه ولايت د کرنې رييس محمدالدين محمدي وايي چې د دغه پروګرام له لارې به ۲۲ کروندګرو ښځو ته شنې خونې او ۱۲۰نورو ته به کرنيز پلاستيکي تونلونه او اړين وسايل ورکړل شي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دا شنې خونې او کرنيز تونلونه د تازه سبو د توليد، د خوړو د خونديتوب، په ميندو، ماشومانو کې د خوارځواکۍ د مخنيوي او د ښځو د اقتصادي پياوړتيا په موخه جوړېږي.

محمدي وايي: ((دا پروګرام په مرکز ګردېز او احمدابا او سيدکرم ولسواليو کې پلی کېږي. دا په مختلفو سيمو کې د کرنيزو اسانتياوو د زياتېدو، تازه سبزيجاتو او خوړو ته د لاسرسي او له دې لارې د ښځو د ځينو اقتصادي اړتياوو په پوره کېدو کې د همکاري په موخه وېشل کېږي.))

د بڼوالي او مالداري ملي پروګرام د سوېل ختيځ زون مسوول عنايت الله ځلاند وايي چې په دې شنو خونو او کرنيزو تونلونو شاوخوا ۱۱۴۰۰۰۰ افغانۍ لګښت راځي.

ځلاند وويل: ((هره شنه خونه ۱۰متره اوږدوالی او ۴ متره پلنوالی لري، موږ هڅه کوو چې راتلونکي کې د دې او ورته پروګرامونو له لارې نورې سيمې هم تر پوښـښ لاندې راولو.))

مېرمنې ورته د دې شنو خونو په وېش خوښې دي او وايي دا ورسره په اقتصادي برخه کې ډېره مرستندوی کوي.

دوی وايي، په دې شنو خونو او کرنيزو تونلونو کې د کرل کېدونکو بېلابېلو تازه سبو له حاصل او په بازار کې له پلور څخه يې ښه عايد ترلاسه او کورنۍ اقتصادي اړتياوې پرې پوره کولی شي.

د دغه ولايت ښځو چارو رييسه نسرين اورياخېل وايي، اوسمهال هم ځينې مېرمنې په ځينو کرنيزو پروژو کې په کارونو بوختې دي او له دې لارې يې په ژوند کې ښه بدلون راغلی دی.

اورياخېل وويل: ((مېرمنې داسې اقتصادي برنامو ته ډېر زیات ضرورت لري، نو واقعاً کله چې اقتصاد پياوړی وي، نو بيا زموږ د ژوند ټول مشکلات حل کېږي او ښځې به خپل کارونه پر مخ وړي.

زموږ نورې خوېندې د چرګو د ساتلو او د هغوی د هګيو د خرڅولو له لارې خپل ځينې اقتصادي ضرورتونه پوره کوي.))

د احمدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکې مليحه نوري ټينګار کوي چې د دغه پروګرام د پوښـښ ساحه بايد پراخه او د نورو سيمو او ولسواليو مېرمنو ته هم په کې برخه ورکړل شي.

login or register a new account.

Related Topics