Language

د غزني د اندړو لاريون نن ماښام پاى ته ورسېد

غزني ښار (پژواک ٢٢ کب ٩٧): د غزني د اندړو ولسوالۍ لاريون نن ماښام پاى ته ورسېد او د وژل شويو کسانو جسدونه يې خاورو ته د سپارلو په خاطر يوړل.

تېره ورځ سهار نهه بجې د غزني د اندړو ولسوالۍ په لېوانو سيمه کې بهرنيو ځواکونو بمبار وکړ چې د سيمې اوسېدونکي وايي چې په دې بريد کې ١٢ ملکي وګړي وژل شوي، خو چارواکي وايي چې بريد کې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

تېره ورځ مازيګر د سيمې خلکو د وژل شويو کسانو جسدونه د اعتراض په توګه غزني ښار ته راوړي وو او تر نن ماښامه يې د کابل – کندهار لاره هم تړلې وه.

خو نن ناوخته يوه لاريون کوونکي حاجي عبدالله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايت چارواکو ورسره ژمنه وکړه چې دا پېښه به څېړي او په راتلونکي کې به ورته پېښې نه تکرارېږي.

د ده په وينا، دوى هم د مؤقت وخت لپاره اعتراض پاى ته ورساوه.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري ژپواک ته ووايل چې والي د اعتراض کوونکو له استازو سره په کتنه کې وويل، ٧ کسيز پلاوى به چې څلور تنه به د ادارو او درې تنه د سيمې قومي مشران وي، دغه پېښه به له نږدې وڅېړي.

دى زياتوي، وروسته به د پېښې معلومات له خلکو سره شريک شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.