غزني ښار (پژواک، ٢٢ کب ٩٧): د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکو د دويمې ورځې لپاره هم د ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې لاريون ته دوام ورکړی او د کابل- کندهار لويه لار يې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
پرون د غزني د اندړو ولسوالۍ په لېوانو سيمه کې پر يوه فلانکوچ موټر هوايي بريد وشو چې په ترڅ کې یې تر لسو ډېر ملکي کسان ووژل شول.
د سيمې خلک او طالبان وايي چې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي، خو حکومتي مسوولين بيا وژل شوي طالبان بولي.
د يادو کسانو د وژل کېدو په غبرګون کې نن يو ځل بيا د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکو د غزني ښار په بلخ دروازه کې لاريون کړى او د کابل- کندهار لويه لار يې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
يوه لاريون کوونکي محمد يونس پژواک ته وويل چې هوايي بريد د ملکي خلکو پر موټر شوى چې په ترڅ کې يې ١٣ کسان وژل شوي دي.
هغه وايي چې وژل شوي د اندړو ولسوالۍ د اخندخېلو او ګبرو کلیو اوسېدونکي او ملکي وګړي دي.
دغه راز بل لاريون کوونکي وحيدالله پژواک ته وويل چې دغه ملکي خلک ښار ته روان وو چې هوايي بريد پرې شوى او ټول وژل شوي دي.
ده ټينګار وکړ چې پېښه بايد وڅېړل شي او عاملين يې بايد د قانون منګلو ته وسپارل شي.
يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل، تر هغه چې دوى ته قناعت ورکوونکی ځواب نه وي ورکړل شوى، د کابل- کندهار لويه لار به د ترافيکو پر مخ تړلې وي.
خو د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې دغه بريد د وسله والو طالبانو پر فيلډر موټر شوى چې په ترڅ کې يې درې طالبان وژل شوي دي.
هغه د لاريون په اړه څرګندونې ونه کړې.
دغه راز د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن احمد سيرت خان پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې د طالبانو د يوه قوماندان سرحدي په ګډون اووه طالبان وژل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP