کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٧): د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ اوسيدونکي وايي تېره شپه دغې ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په شپنيو عملياتو کې د يو پلار او درېيو زامنو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.
د يادې ولسوالي لسګونه اوسيدونکو د وژل شويو کسانو جسدونه د احتجاج په ډول د پکتيا ولايت مقام مخې ته راوړل او ويل يې چې دا څووم ځل دی چې زرمت کې په شپنيو عملياتو کې بې ګناه خلک وژل کيږي.
د دوی له ډلې حاجي تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل چې دولتي ځواکونو تېره شپه لس بجې د زرمت په سهاکو سيمه کې عمليات کړي او دوی په دې هم نه پوهېږي چې دغه ځواکونه د کوم ارګان اړوند وو.
دی وايي:"پنځه يې داسې نفر شهيدان کړي، چې درې محصلين دي او يو يې پلار دی؛ يو بل داسې څوک دى چې والله که د بېګا ډوډۍ لري او ډېر غريب دی."
د وژل شوي ځوان پلار رسول خان وايي چې وسله والو ځواکونو يې د کور دروازه ورماته کړه او له پوښتنې، ګروېږنې پرته يې ورته بېګناه زوی وواژه.
هغه په ژړغوني زياته کړه :"ما ورته وويل چې د پټي کار کوو، مزدوري کوو، غريب خلک يو، ټولو ته مالومه ده. زه يې ونيولم او په يخ او خټو کې يې له کوره وایستم، ما وېل چې زوی مې هم راپسې راوباسي، خو هغه يې په خپله بستره کې په ډېر ظلم شهيد کړی و."
د يادې سيمي بل اوسيدونکی دی حاجي حبيب الله وايي که د دې پېښې عاملين دا ثبوت کړي چې وژل شوي وسله وال مخالفين دي، دوی ټول يې سزا تېرولو ته چمتو دي.
هغه وويل چې په زرمت کې له څه مودې راهيسې دا څووم ځل دی چې په هوايي بريدونو او شپنيو عملياتو کې ماشومانو، ځوانانو او مشرانو ته مرګ ژوبله اوړي.
دی وايي:"دا دې ثبوت کړي چې په دې کور کې طالب و يا مجرم و، موږ ټول مجرمان يو او بايد موږ ټولو ته سزا راکړي، نو ته خو هم چې يو کار کوې، يو ثبوت خو به لرې؟"
د پکتيا مرستيال والی سهي عبدالولي د دې پېښې په غندنه دا عمليات تروريستي عمل وباله او ويې ويل چې بايد تورن يا مشکوک کسان له کره څېړنې مخکې شکنجه او ونه وژل شي.
ده وويل تر دې مخکې خو ځلې د دې ولسوالۍ خلک ورته د احتجاج په ډول ورغلي او شکايت يې کړى چې کسان یز له ګناه او ثبوت پرته وژل کېږي.
هغه زياته کړه:"موږ ته نوره ډېره د درد خبره ده، چې نه يې په ادرس خبريږو، نه يې په عملياتو خبريږو، يو څوک راځي او په يو ځای کې، چې خپل حاکم لري، خپله امنيتي ډله لري او هلته عمليات کوي او عمليات هر وار ړانده وي."
login or register a new account.