Language

بغلان کې د جګړې له امله کابل ته د غځېدلې وارداتي برېښنا مزي پرې شوي

پلخمري (پژواک، ٢٧ کب ٩٧): د بغلان په ډنډغوري سيمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې د کابل او ځينو نورو ولايتونو د وارداتي برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي دي.

د بغلان د برېښنا شرکت رييس سلطان احمد عزيزي د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ډنډغوري په وضغريو سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه وشوه.

هغه وايي: ((د همدې جګړې له امله د ازبکستان هېواد ١٥٠ ميګاواټه وارداتي برېښنا مزي پرې شوي چې ورسره د کابل او ځينو نورو ولايتونو برېښنا پرې شوې ده.))

د نوموړي په وينا، د دوى کاري ډله د مزي د بېرته نښلولو لپاره پوره چمتووالى لري خو دغه سيمه د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده، امنيتي ځواکونه بايد دوی ته د ورتګ زمينه برابره کړي.

په دې اړه د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت هم پژواک ته وويل چې په وضغريو کلي کې د برېښنا مزى پرې شوى دى.

ده وويل چې امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او د نن ورځې تر وروستیو به پرې شوی مزى بېرته وصل شي.

په دې اړه د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل: ((د تېرې شپې په جګړه کې هغه پايه بيا له منځه وړل شوې چې درې کاله وړاندې د چپه کېدو له امله يې کابل ٤٠ ورځې برېښنا نه لرله.))

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، په روان کال کې دا څويم ځل دى چې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې له امله په بغلان کې د کابل او نورو ولايتونو وارداتي برېښنا پرې کېږي.

login or register a new account.