ښرنه (پژواک، ٢٧ کب ٩٧): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د نجونو لپاره د شل میلیونه افغانیو په لګښت د لېسې جوړولو چارې پيل شوې.
د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو ته د پکتيکا د پوهنې رييس محراب الدين شفق وويل چې دغه لېسه د مرکز ښرنې د مامورينو په ښارګوټي کې جوړېږي.
هغه وويل چې د دغه ښوونځي پر جوړولو ٢٠ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د هندوستان هېواد له لوري ورکول کېږي.
شفق وايي چې د دغه ښوونځي جوړولو چارې به د يو کال په موده کې بشپړې شي او زياتوي: ((راتلونکى کال به موږ له نورو ولايتونو د دې لېسې لپاره ښځې استادانې هم را دعوت کړو، څو دلته درس ورکړي او موږ به ورته امتيازي معاش هم په نظر کې ونيسو.))
دغه راز په دې غونډه کې د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني وويل چې د نجونو دغه لېسه به احاطه، ١٢ درسي خونې، تشنابونه، د اوبو سيستم او نورې اسانتياوې هم ولري.
هغه زياته کړه: ((بل کال به موږ د پوهنې په برخه کې يو ښه کال ولرو؛ ځکه زموږ د نجونو لپاره هم لېسه جوړېږي.))
په دې غونډه کې قومي مشر عبدالعزيز خان وويل چې د دې لېسې په جوړېدو سره به د نجونو د زده کړو بهير ګړندی شي.
ده وويل: ((مخکې موږ دلته د نجونو لپاره لېسه نه درلوده، تر پنځم شپږم پورې به يې درس ويل، نور به پر کور ناستې وې او يا به ځيني خلک بيا نورو ولايتونو تلل خو اوس دغه مشکل حل شو.))
د يادونې ده، دا مهال په پکتيکا کې شاوخوا ٢٨زره نجونې پر زده کړو بوختې دي، خو له شپږم ټولګي وروسته ورته د زده کړو اسانتياوې نشته دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP