پلخمري (پژواک، ۲۹ کب ٩٧): په بغلان کې يو کس ادعا کوي چې د دغه ولايت په ملکي روغتون کې د اکسېجن د نه شتون له امله يې زوى ساه ورکړې ده، خو مسوولين بيا دغه څرګندونې ردوي.
د مړه شوي ماشوم پلار عبدالحکيم د کب په ٢٩مه د بغلان د ملکي روغتون په انګړې کې خبريالانو ته وويل چې تېره شپه يې نوي پيدا شوي زوى د اکسېجن د نه شتون له امله سا ورکړې ده.
هغه وايي: ((کله مې چې زوى پيدا شو، اکسېجن ته يې اړتيا وه، اول موظف ډاکتر نه و، کله چې ډاکتر پيدا شو، بيا اکسېجن نه و چې له امله يې زما زوى سا ورکړه.))
نوموړى زياتوي چې زوى يې د ډاکترانو د بې غورۍ له امله مړ شوى، بايد اړوند ارګانونه دغه موضوع جدي وڅېړي.
خو د بغلان ملکي روغتون د ماشومانو څانګې مسوول ډاکتر معراج الدین معراج پژواک ته وويل چې دغه ماشوم دوه ورځې وړاندې پيدا شوى او روغتيايي حالت يې له اوله نورمال نه و.
هغه زياته کړه: ((د ماشوم وزن کم و، د دوو ورځو په تېرېدو یې وزن نور هم کم شو، اخر دا چې درملنه یې دلته ناشونې وه نو ځکه ماشوم سا ورکړه.))
نوموړي د ماشوم د پلار هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې ماشوم د اکسېجن د نه شتون له امله ساه ورکړې ده.
هغه وويل چې دوى په دغه روغتون کې يواځې د ٢٥ ماشومانو د بستر لپاره اسانتياوې لري خو هره ورځ د ٣٠ په شاوخوا کې ماشومان بستر ته اړتيا پيدا کوي، نو معلومه خبره ده چې ځيني وختونه بعضي ناروغو ماشومانو ته پر وخت رسېدنه نه کېږي.
login or register a new account.