مزار شريف (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۹۸): افغان ولسمشر محمد اشرف غني مزار شريف ښار کې د نوروز جشن او جنډې پورته کولو مراسمو کې وويل چې نوی لمريز کال به د سولې او رڼو ټاکنو کال وي.
ولسمشر نن سهار د نوروز په مراسمو کې د ګډون لپاره مزار شريف ښار ته راغلی و، چې دې سفر کې ورسره د کابينې غړي، يو شمېر وزيران، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي هم شامل وو.
غني په پيل کې ټولو هېوادوالو ته د نوي لمريز کال د پيل مبارکي وويله او هيله يې وښوده، چې دغه کال به د سولې، ټيکاو او شفافو ټاکنو کال وي.
د ده په وينا، هڅه به يې دا وي چې بلخ د منځنۍ اسيا په دروازې بدل کړي. دغه راز به په ۱۳۹۸ لمريز کال کې د مزارشريف – شانګهای تر منځ د کورېدور پرانيسته وشي.
هغه زياته کړه، په لومړي ځل به د افغانستان زياته اندازه صادرات د اوبو له لارې چين ته صادر شي.
ولسمشر په خپلو خبرو کې ټاکنې او سوله يو د بل لازم او ملزوم وبلل او زياته يې کړه، چې دی به د رښتينې سولې راتلو لپاره خبلو هڅو ته دوام ورکړي.
د هغه په خبره، سوله هر افغان ته له اکسيجن څخه هم مهمه ده.
دى وايي: ((موږ رښتينې سوله غواړو چې هوساينې ته مو ورسوي، نه هغه سوله چې د وينو بوی ترې راځي)).
ولسمشر د ټاکنو خپلواک کميسيون له خوا د ټاکنو نوې نېټې له اعلانولو څخه ملاتړ وکړ، خو زياته يې کړه، چې له دې وروسته د انتخاباتو نېټې بدلول او يا يې هم ځنډول ورته د منلو وړ نه دي.
تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کميسيون د ولسمشريزو ټاکنو نېټه د ١٣٩٨ کال د تلې ٦مه اعلان کړه.
هغه زياته کړه، چې د بادارۍ دوره تېره ده او د ملي خدمت دوره پيل شوې ده.
نوموړي له ټولو امنيتي منسوبينو او د حکومت ملکي چارواکو څخه غوښتنه وکړه، چې په ټاکنو کې دې بې طرفه و اوسي.
login or register a new account.