مزارشريف (پژواک، ۳ کب ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د نوروز جشن په وياړ او د افغانستان د کرکټ ملي ټيم لوبغاړو په شتون کې د وري په دويمه د کرکټ لس اوريزه سيالي جوړه شوه.
ياده سيالي د افغانستان ريډ او افغانستان بلو لوبډلو ترمنځ ترتیب شوې وه چې د لومړۍ هغې کپتان يې جاوېد احمدي و او د دويمې لوبډلې کپتاني يې ميرويس اشرف کوله.
ټاس د جاوېد احمدي لوبډلې وګاټه او د بيټينګ پرېکړه يې وکړه.
افغانستان ريډ لوبډلې په لسو اورونو کې ۱۰۶ منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته يې د ۱۰۷ منډو هدف ورکړ.
افغانستان بلو لوبډلې د حضرت الله ځاځي په شتون کې ونه شو کولای دغه هدف پوره کړي او په پای کې يې د اتو منډو په توپير لوبه وبايلله.
د کرکټ بورډ رييس عزيزالله فضلي پژواک سره خبرو کې وويل چې په راتلونکي نوروز کې به دغه لس اوريزې لوبې د افغانستان په پنځو زونونو کې ترسره کړي.
د هغه په خبره، سږ کال په لومړي ځل لومړی په کابل او بيا مزارشريف کې دغه لوبې ترسره شوې چې د ليدونکو له پراخ هرکلي سره مخ دي.
د ملي لوبډلې غړی جاوېد احمدي هم پژواک ته وويل چې دا ډول لوبې د کورني کرکټ د ودې په برخه کې ډېر رول لري.
هغه زياته کړه چې ولايتونو ته د ملي ټيم د لوبغاړو سفرونه د دې سبب کېږي چې نوي ځوانان يې له تجربو کار واخلي.
login or register a new account.