Language

د پکتیا پوهنتون لیلیې ته د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې

ګردېز (پژواک، ٦ ورى ٩٨): د شاوخوا ٣٠٤ ميليونه افغانيو په لګښت د پکتيا پوهنتون ليليې لپاره د دوو ودانيو د جوړېدو چارې پيل شوې چې څه باندې درې زره محصلينو ته په کې د استوګنې زمينه برابرېږي.

د پکتيا والي شميم خان کټوازي د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې په پوهنتون کې ډېری ودانۍ د خلکو په پيسو او مرستو جوړې شوې او وزارت او نورې اړوندې ادارې بايد د پوهنتون د اړتيا پوره کولو او پراختيا ته لا ډېر پام وکړي.

کټوازی وايي چې د پوهنتون د ځمکې د کموالي ستونزه له منځه تلونکې ده او د پوهنتون لپاره د ګردېز د پخواني ملکي هوايي ډګر د شاوخوا څلور سوه جريبه ځمکې د لېږد چارې له نيمايي زياتې ترسره شوې دي.

نوموړي وويل: ((پوهنتون ته د زياتې ځمکې ضرورت و، په دې مو کار شروع کړی و. د هوايي ميدان د ځمکې تقريباً اتيا فيصده د اسنادو کارونه خلاص شوي او انتقال ته نږدې شوې، دويم ځای شاوخوا دوه زره جريبه ځمکې ته ضرورت لرو چې د پنځوس، شپېته کلونو لپاره د پوهنتون ضرورت پرې رفع شوی وي، په هغې ځمکه هم لګيا يو، کله يې چې کارونه خلاص شول، بيا به يې درسره شريک کړو.))

دغه راز د پکتيا پوهنتون رييس ډاکتر سيد ولي جلالزی وايي چې د ليليې ياده ودانۍ د لوړو زده کړو وزارت او د جمهوري رياست د تخنيکي ټيم له خوا په پنځه، پنځه پوړه کې جوړيږي چې د شاوخوا درې زره محصلينو د اوسېدو ظرفيت به ولري.

جلالزي پژواک ته وويل چې د طب پوهنځي لپاره د کادري روغتون نه لرل اوسمهال د پوهنتون لويه ستونزه ده او د دغه روغتون د جوړېدو غوښتنه کوي.

نوموړی وايي: ((په دې پروژو تقريباً ۳۰۴ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، هر تعمير له تکاوي سره شپږ پوړه دی، ۷۵ متره اوږدوالی او ۱۵ متره سور لري او په هر تعمير کې ۲۹ اطاقونه دي. د کادري روغتون ودانۍ موږ ته بې انتها ډېره مهمه ده چې بايد جوړه شي.))

بل لور ته محصلين د دغو ودانيو پر جوړېدو خوښ دي او وايي چې له دې سره به يې د اوسېدو د ځای، برېښنا او ځينې نورې ستونزې حل شي چې اوسمهال په شخصي ځايونو او بلند منزلونو کې په کرايه اوسېږي.

د دوی له ډلې ګران اغا همدرد پژواک ته وويل چې دا ودانۍ د پوهنتون لپاره خورا اړينې دي او بايد چارې يې په ښه کيفيت او سم ډول ترسره شي.

همدرد وايي: ((له دې ودانيو سره به د پکتيا پوهنتون د هغو محصلينو ستونزې حل شي چې د لرو ځايونو دي، اوسمهال دوی په شخصي اطاقونو کې اوسېږي. دلته به محصلين ځينو مهمو اسانتياوو لکه انټرنېټ، برېښنا او نورو ته لاسرسی ولري. له دولت څخه مو هيله ده چې يادې ودانۍ په عصري او ښه بڼه جوړې کړي.))

دغه راز د کرنې پوهنځي محصل احسان الله غضنفر وايي چې د ليليې د دې ودانيو له جوړېدو سره به ګڼو محصلينو ته د اوسېدو او د درسونو زده کولو لپاره مناسب ځای پيدا شي.

غضنفر وويل: ((دې ودانيو ته ډېر خوشاله يو، موږ اوس په اطاقونو کې اوسېږو، له ډېرو ستونزو سره مخامخ يو، د برق، انټرنېټ او ډېری محصلين له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، کومې پيسې چې ورکول کېږي هغه ورته کافي نه دي.))

login or register a new account.

Related Topics