Language

د ښځو شبکې فاریاب کې د طالبانو له لوري د يوې ښځې پر سنګسار اندېښنه وښوده

مزارشريف (پژواک، ۷ وری ۹۸): په مزارشريف ښار کې د ښځو شبکې مسوولينې د فارياب په سبزپوش ولسوالۍ کې د دوو مېرمنو د وژلو په تړاو راټولې شوې وې او يادې پېښې یې د جدي اندېښنې وړ وبللې.

دوی په لرو پرتو سيمو کې د ښځو صحرايي محکمه کېدل له شرعي او حقوقي اصولو سره په ټکر کې بولي او له عدلي او قضايي ارګانونو غواړي چې د ښځو پر وړاندې د دغه راز پېښو له عاملينو سره قانوني چلند وکړي.

دوی په فارياب کې د طالبانو له خوا په عام محضر کې د يوې ښځې سنګسارولو ته په اشارې وويل، دا لومړی ځل نه دی، بلکې پخوا هم داسې کارونه ترسره شوي چې دوی يې اندېښمن کړي.

يو شمېر ديني علما هم ورته پېښې له اسلامي اصولو سره په ټکر کې بولي او له حکومته يې د مخنيوي غوښتنه کوي.

په مزارشريف کې د ښځو شبکې مشرې معصومې رحيمي له پژواک سره خبرو کې د فارياب تازه پېښې ته په اشارې وويل چې په لرو پرتو سيمو کې د ښځو پر وړاندې صحرايي محکمې او د هغوی سنګسارول له ټولو اسلامي او انساني حقوقو سره په ټکر کي دي.

نوموړې د فارياب په سبزپوش ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د يوې ښځې سنګسارولو پېښه خواشينوونکې وبلله او له عدلي او قضايي ارګانونو يې وغوښتل، څو د دې راز پېښو له عاملينو سره قانوني چلند وکړي.

هغه زياتوي چې په شمال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي زياتېدو لامل نا امني ده چې ډېری ښځې له خپلو حقونو بې خبره دي.

مېرمن رحيمي وايي: ((په فارياب کې د طالبانو له خوا په عام محضر کې د دې ښځې سنګسارولو وحشيانه پېښه لومړۍ نه ده، بلکې پخوا هم ورته پېښې ترسره شوې دي.))

رحيمي د دولت له وسله والو مخالفينو غواړي چې ټولو اسلامي ارزښتونو ته احترام وکړي او د ښځو پر وړاندې دې له روان جنايته لاس واخلي.

login or register a new account.