غزني ښار (پژواک، ٧ ورى ٩٧): د غزني والي وايي چې د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت په موخه د امنيتي ځواکونو تشکيل پوره شوى او اضافي سرتېري هم ورکړل شوي دي.
له دې مخکې د غزني امنيتي چارواکو ويلي وو چې د امنيتي ځواکونو د تشکيل د کموالي له امله په دغه ولايت کې امنيتي ستونزې ډېرې شوې دي.
د غزني والي وحيدالله کليمزي د وري په ٧مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د ولسمشر محمد اشرف غني له ژمنې سره سم د دغه ولايت د امنيتي ځواکونو تشکيل پوره شوى دى.
هغه وايي: ((هم مو تشکيل پوره شوى او هم يې اضافي سرتېري راکړي څو هغه ځايونه بېرته ونيسو چې دا مهال له طالبانو سره دي.))
والي ژمنه وکړه چې د هوا په ګرمېدو سره به د غزني- پکتيکا او غزني- کندهار لويو لارو د امنيت ټینګولو په موخه عمليات ترسره کړي.
نوموړي دا هم وويل چې په دې وروستيو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ځمکني او هوايي عملياتو کې سلګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه لړۍ دوام لري.
د والي د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې ډېرى يې پاکستاني او نور بهرني طالبان دي.
هغه زياتوي: ((دغه بریدونه به دوام ولري او نور به هم زیات شي او ټول هغه کسان به له منځه ولاړ شي چې سولې ته نه وايي او د دولت پر وړاندې جنګېږي.))
د کليمزي په وينا، د ښار کمربندي پوستې يې هم پياوړې کړې څو طالبان ونه شي کولاى د دويم ځل لپاره پر دغه ښار ډله ييز بريد وکړي.
خو د غزني ولايتي شورا غړى عصمت الله جامرادوال بيا وايي چې د ولسمشر د ژمنې خلاف تر اوسه د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت لپاره هېڅ کار نه دى شوى.
هغه وايي: ((ولسمشر ژمنه کړې وه چې په يوه مياشت کې به غزني کې امنيت ښه شي، خو تر اوسه هېڅ هم نه دي شوي.))
جامرادوال وايي چې د افغان او بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ډېرى وخت د وسله والو مخالفينو پر ځاى ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP