Language

پلخمري کې د کورني تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

پلخمري (پژواک، ٧ ورى ٩٨): د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د بزګر ورځې په مناسبت د کورني تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شو.

د دغه نندارتون د پيل پر مهال د بغلان د کرنې او مالدارۍ ریيس عبدالغیاث صدیقي وويل چې په دغه دري ورځني نندارتون کې بزګرانو  رب، مرچ، بېنډۍ، وچ خټکي،  پیاز، اچار، مربا، وچ کدو، تازه سبزیجات، ناک، انار، مڼه، بادام، پسته، مستې، هینجه، سپېرکۍ او اصلاح شوي تخمونه نندارې ته وړاندې کړي دي.

هغه وويل چې په دغه ولايت کې د کورني تولیداتو بازار تر پخوا ښه شوی او د سږ کال  کرنيزو ملي برنامو په پلي کولو سره به نور هم ښه شي.

نوموړي دا هم وويل چې په تېر یو کال کې یې پر ۱۲۰۰ جریبه ځمکه د مېوه لرونکو ونو باغونه جوړ کړي چې ښې پايلې به ولري.

د هغه په وينا، تېر کال يې پر بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشلي او سږ کال هم په پام کې لري چې دغه کار وکړي.

همدارنګه د بغلان والي عبدالحي نعمتي هم وويل چې په دغه ولايت کې د پخوا په پرتله کرنيز محصولاتو وضعيت ډېر ښه شوى دى.

د والي په وينا، د بغلان په کرنيزو سيمو کې امنيتي وضعيت هم ښه دى چې د کرنيزو حاصلاتو پر زياتوالي يې مثبت اغېز کړى دى.

په ورته وخت کې يوه بزګر محمد عالم وويل، يو کال کېږي چې په دغه ولايت کې يې د حيواني خوراکي توکو د توليداتو فابريکه جوړه کړې ده.

هغه وايي: ((د کرنې رياست راته پنځه لکه افغانۍ راکړې، ما پرې دغه فابريکه جوړه کړه، زه نورو مالدارنو او بزګرانو ته حيواني خوراکي توکي په ارزانه بېه ورکوم.))

نوموړي د ياد نندارتون پر جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې دغه شان نندارتونونه د دوى حاصلاتو ته د بازارموندنې په برخه کې ډېره مرسته کوي.

همدارنګه بل کروندګر محمد رسول پژواک ته وويل چې پر خپلو ځمکو يې روميان کرلي دي.

ده زياته کړه: ((روميان مې کرلي دي، د روب جوړولو فابريکه مې ورته جوړه کړې ده، خپل توليدات مې په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي دي او تر اوسه ډېرو خلکو خوښ کړي دي.))

login or register a new account.